
لوګر کې د ۲۷۵ ښوونځیو له ډلې ۱۰۰ یې ودانۍ نه لري
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون، شپږو ولسوالیو کې ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له ستونزو سره مخ دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون، شپږو ولسوالیو کې ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له ستونزو سره مخ دي.

افغانستان د اسیا کپ شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو چې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختې سیالۍ وروسته پاکستان دا لوبه په یوې ویکټې وګټله.

افغانستان د اسیا کپ شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو.
په دې لوبه کې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان د شل اورونو په لوبولو او شپږو ویکټو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د پاکې هوا نړیواله ورځ سږکال داسې مهال رارسېږي چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره د دې ورځې د نمانځنې په اړه هېڅ پلان نهلري. نن د سپټمبر اوومه د پاکې هوا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګرو ملتونو له ککړې هوا سره د مبارزې لپاره د نړیوال اقدام په موخه د سپټمبر اوومه «د شین اسمان لپاره د پاکې هوا نړیوالې ورځ» په نوم نومولې ده.

افغانستان کې د ډموکراسۍ تشې او بشر حقونو څخه د سرغړونې له کبله ځینې سیاستوال روانه اوونۍ د اتریش پلازمېنې ویانا کې غونډه جوړوي.

د غور امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د تیورې ولسوالي په «کچوی نیلي» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې دوی له نورو هېوادونو سره د اړیکو یو نوی باب پرانېستی دی. نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې. متقي دې ناسته کې زیاته کړه چې دوی اوس له ګڼشمېر هېوادونو سره رسمي اړیکې لري.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د امریکا له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض اسلامي امارت ته اخلاقي غورهوالی ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې ناسته کې له هېوادونو وغوښتل چې پر امریکا فشار راوړي، څو د افغانستان د هوايي حریم له نقض څخه لاس واخلي.

د اسیا کرېکټ کپ روان پړاو کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د پاکستان له کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي.

بامیانو کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي په «سولیج» کلي کې یو دیني عالم د یوې ۱۷کلنې نجلۍ د تښتولو پرمهال د ا.ا د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط، ویلي چې یاد دیني عالم سیدتقي علوي نومېږي او د دایکندي ولسوالي د سنګتخت او بندر ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزنکی عمرګل وايي چې د اسیا کرېکټ جام په روان پړاو کې له پاکستان سره په نننۍ لوبه کې یې د بابر عظم او محمد رضوان لپاره ښه پلان جوړ کړی دی.