کندوز او تخار کې د ۸ واکسیناتورانو وژنه؛ په تړاو یې دوه تنه نیول شوي
ملګرو ملتونو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کندوز او تخار ولایتونو کې په څلورو جلا پېښو کې د پولیو اته واکسیناتوران وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کندوز او تخار ولایتونو کې په څلورو جلا پېښو کې د پولیو اته واکسیناتوران وژل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کندهار په سپینبولدګ کې له پاکستاني لوري سره نښته شوې ده. ښاغلي مجاهد پاکستاني لوری د جګړې په پیلولو تورن کړی دی.
د غزني د امنيې قومانداني وياند سيداسحاق صالح وايي، پېښه پرون ناوخته د غزني د مرکز اړوند د کوتل روضې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولا ډوله موټر له سرک څخه واوښت.
د غور – کابل لویېلارې مسافرین وایي چې د سختو واورو او توفان له امله له نن سهار راهیسې د بکک په کوتل کې بند پاتې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د بامیان د والي د رسنیو دفتر په فیسبوک کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه ولایت په اداري غونډه کې چې پرون جوړه شوې وه، د بامیان والي ملا عبدالله سرحدي وویل چې رسنیو د اسلامي حکومت پر وړاندې سړه جګړه پیل کړې ده. هغه د بامیان له سیمهییزو مسوولانو څخه غوښتي چې د «د ښمنانو د دسیسو» ښکار نه شي.
د باغیس ولایتي روغتون کې روغتیاپالان او ناروغلرونکي سلاموطندار ته وايي، تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې د شري ناروغي زیاته شوې.
هغه کورنۍ چي په شري ناروغۍ اخته ماشومان يې روغتون ته د درملنې په موخه راوستي وايي، ماشومانو ته يې د شري ضد واکسین نه دی شوی، نو ځکه په دې ناروغۍ اخته شوي.
د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابدي سلاموطندار ته وویل چې ناپېژنده وسلهوالو دغه څلور واکسیناتوران نن پنجشنبه کندوز ښار کې وژلي دي.
هغه وايي چې دوه واکسناتوران د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «اوزلوبې میدان سړک» کې او دوه نور هم د «سهدرک» اړوند د «سیاف نمرې» سیمه کې کې وژل شوي دي.
د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونیسف روان کال افغانستان کې پر سختې خوراځواکۍ د اخته کېدو شمېر زیاتېدو څخه خبر ورکوي.
یونیسف نن (پنجشنبه د کب په پنځمه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د ټول افغانستان په سطحه تر پنځو کلونو کمعمره ۳.۲ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ ځوریږي.
اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا هېوادونو تېره ورځ د تاشکند غونډې په پای کې د افغانستان روان وضعیت او سیمې ته یې د پایلو په اړه ګډه بیانیه خپره کړه. دغه بیانیه کې د افغانستان امنیت او وګړو څخه د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا پر همکاریو ټینګار شوی دی.
د اوکراین بهرنیو چارو وزیر دیمتري کولبا پر دغه هېواد د روسیې د برید خبر ورکړی. هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي.
د اوکراین بهرنیو چارو وزیر په وینا، «دا یرغلګر بریدونه دي؛ خو اوکراین به له ځانه دفاع وکړي.» هغه له نړیوالو غوښتي چې د روسیې مخه ونیسي.
د هرات روغتیايي مسوولان وايي چې څلور ورځې وړاندې د هرات ښار «نواباد» سیمه کې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی. د هغوی په وینا، د یوه ټپي او دوو ماشومانو جسدونه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون