اسلامي امارت د کندهار د سپينبولدک ولسوالي یوه ستره سوداګریز مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله زیانمنو شویو سوداګرو ته ۲۰۰ میلیون افغانۍ تاوان ورکوي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې سرپرست نورالدین ترابي وویل، دغه اورلګېدنه تېر ۲۰۲۴ کال شوې چې سوداګرو ته یې شاوخوا ۵۵۰ میلیون افغانۍ مالي زیان اړولی دی.
ده وویل، له دغې اورلګېدنې اغېزمنو ۲۴۹ سوداګرو ته د اوښتي تاوان ۳۰ سلنه چې ۲۰۰ میلیون افغانۍ کېږي، د خسارې په توګه ورکوي.
نورالدین ترابي وویل: «دلته ټولټال رسیدلی مالي زیان ۵۵۰ میلیون افغانیو ته رسیږي، خو اوس د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ۲۰۰ میلیون افغانۍ یادو زیانګالو سوداګرو تو په فیصدي ډول ورکول کیږي. اوس یې محاسبه روانه ده چې هر سوداګر ته له یادو پیسو څخه څومره رسیږي.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد صدیق مهمند وایي، دوی له اسلامي امارته غواړي چې د لویو سوداګریزو سیمو د خوندیتوب لپاره د عامه خدمتونو، لکه اور وژنې، تخنیکي تجهیزاتو او دوامدارې څارنې کچه لوړه کړي، ترڅو راتلونکې کې د ورته پېښې مخنیوی وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محمد صدیق مهمند وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د اطفایې بخش قوي شي، ښاري ماسټر پلانونه طبیق شي، که له مخکې ماسټر پلانونه طبیق شوي وی، ښايي دومره لوی زیانونه نه وی رسیدلي.»
د سپین بولدک ولسوالي د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول محمد شفیق اڅګزی بیا وایي، یادې مرستې د زیانمنو شویو سوداګرو د وضعیت ښهوالي لپاره مهمې دي، خو غوښتنه کوي چې دا ډول پروسې لاشفافې، چټکې او منظمې شي.
اخوا، هغه سوداګر چې د اورلګېدنې له امله یې دوکانونه، ګودامونه او نورې شتمنۍ له لاسه ورکړي وايي چې دا مالي مرسته د دوی د بشپړ زيان جبران نهشي کولی، خو د بیا پیل لپاره یې یو لومړنی ګام ګڼي.
دوو زیانمنو شویو سوداګرو عبدالعلي او امینالله وویل:
«زموږ له دولت څخه دا غوښتنه ده چې بولدک ولسوالي کې ښاري ماسټر پلان تطبیق کړي، ترڅو له مخي یې سوداګريزې ساحې، استوګنیزې ساحې او ټولي ساحې په منظم ډول معلومې شي.»
«څه وخت چې اور بل شو زموږ ډېری توکي په کې وسوځېدل، زیان را ورسېده، زموږ غوښتنه داده چې زموږ سره همکاري وشي.»
د یادونې ده چې تېر کال د سپینبولدک ولسوالي د “کاکړانو” د موټرو د پروزو په منډيي کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې د بازار یوه لویه برخه یې وسوځوله او شاوخوا ۳۰۰ دوکانونه او ګودامونه یې زیانمن کړي دي.






