پاکستان ته د ملي مصالحې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشري تللی افغان پلاوی تېر ماښام بېرته هېواد ته راستون شو.

د مصالحې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، عبدالله په دغه درې ورځني سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر، ولسمشر، لوی درستیز، د بهرنیو چارو وزیر او یوشمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او سولې بحث او خبرې کړې دي.

د دغه پلاوي غړي شهزاده شاهد سلام‌وطندار سره په مرکه کې یاد سفر له لاسته‌راوړنو ډک بولي او وايي، پاکستاني چارواکو د افغان پلاوي ښه هرکلی کړی دی.

د مصالحې عالي شورا د پلاوي دغه غړی زیاتوي چې د پاکستاني مشرانو په خبرو کې د هراړخیزو همکاریو د ژمنو نښې ښکارېدې او د عمران خان په مشري حکومت په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی.

د هغه په وینا، پاکستاني چارواکو ورته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې پخوانۍ لوړې او ژورې پرېږدي او اسلام‌اباد په افغانستان کې سوله د سیمې، په ځانګړې توګه د پاکستان په ګټه بولي. نوموړی وايي، پاکستان ورسره ژمنه کړې چې د سولې په برخه کې به رښتینې همکاري کوي.

د شاهد په خبره، د افغان سولې د ملاتړ په برخه کې د پاکستان د ملکي او پوځي مشرانو خبره یوه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تېر تاریخ ته په کتو په هېواد کې دننه ډېر کم افغانان او سیاستوال پر دې باور دي چې اسلام‌اباد دې رښتیا هم له کوم امتیاز پرته د افغان سولې راوستو په برخه کې رښتنې همکاري وکړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام