یوشمېر هغه ځوانان چې له انلاین لارې پیسې ګټي وايي، په مخامخ ډول د ورکړو نړیوالو سیستمونو ته نه‌لاسرسی لامل شوی چې عاید يې کم شي.

د انلاین کاروبار په برخه کې له فعالو ۳۵ ځوانانو سره د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د ورکړې نړیوالو سیستمونو ته د لاسرسي امکاناتو نه‌شتون په دلیل یې عاید د پام وړ کم شوی او دوی یې مجبوره کړي چې د خپلې ګټې لپاره له پېچلو، لګښت‌لرونکو او غیرمستقیمو لارو استفاده وکړي.

د دغو ځوانانو په وینا، د بانکي محدودیتونو او افغانستان کې د نړیوالو سیستمونو نه‌شتون په دلیل اړ دي چې نورو هېوادونو کې د خپلو دوستانو یا بهرنیو شرکتونو له بانکي حسابونو کار واخلي.

دوی زیاته کړه چې په دغه کار سره باید د خپل عاید یوه برخه د مالیې په توګه نورو ته ورکړي چې ځینو مواردو کې یې د دوی ګټه ان تر ۵۰ سلنې راکمه کړې ده.

له تخار ولایت څخه ۲۷ کلن خالد او له بامیان ولایته ۲۹کلن جاوید چې دواړه یوټیوب‌ چینلونو کې فرهنګي محتوا تولیدوي، د خپلې ګټې ترلاسه کولو په برخه کې د ننګونو په اړه داسې وايي:

«افغانستان کې د یوټیوب له لارې د پیسو ګټل ډېر سخت دي، ځکه دلته بانکونه د یوټیوب لپاره د اعتبار وړ نه دي او پرې محدودیت دی. مونږ د اروپايي هېوادونو له لارې په ام‌سي‌ان سیستم خپلې پیسې ترلاسه کوو، که یوه اروپايي یا امریکايي هېواد کې کوم ملګری ولرې، د هغوی په نوم د ګوګل ادسنس جوړیږي او هغوی پیسې نغدوي او بیا یې افغانستان ته، مونږ له همدې لارې مخکې ځو، هغوی ته فیصدي ورکوو، مثلآ ۵۰ یا ۳۰ سلنه پیسې اخلي. انشاالله چې دغه ستونزه حل شي، ځکه زمونږ ۵۰ فیصده پیسې کمیږي.»

«د یوټیوب ثبت او راجستر په برخه کې ستونزې شته، ثبت یې درې میاشتې وخت نیسي، د بانکي حساب په برخه کې بله ستونزه دا ده چې دویم هېواد کې چې راجستر کیږي، مالیه وضع کوي، دولت یې مالیه اخلي، له ۲۰ تر ۳۰ سلنې ده. یوه بله لویه ستونزه د ګوګل اډسنس اکونټ جوړول دي. څوک چې دغه اکونټ نه‌لري له بهرنیو شرکتونو سره قرارداد کوي، شرکت بیا خپله فیصدي ترې اخلي.»

له فراه ولایت څخه ۲۶کلن منصور څه باندې څلور کاله کیږي چې د ویب‌سایټ طرحه کولو په برخه کې فعالیت کوي. دی له انلاین لارې د پیسو ترلاسه کولو تر ټولو ستره ننګونه بولي.

هغه وویل:

«د E- commerce web online service, په څېر مې بېلابېلې پروژې جوړې کړي، سره له دې چې هېواد کې مې ځينو کسانو ته کار کړی، بهرنیانو ته مې هم پروژې جوړې کړي، خو له بده مرغه تر ټولو لویه ننګونه چې لرم، له هېواده بهر د پیسو ترلاسه کول دي، کله چې یو ویب‌سایټ جوړې، پیسې باید په انلاین ډول ورکړې، خو افغانستان کې دغه کار په اسانۍ نه‌ترسره کیږي، باید نړیوال اکونټونه ولرې. مونږ له هېواده بهر نورو هېوادونو کې د خپلو ملګرو اکونټونو له لارې پیسې ترلاسه کوو.»

ورته وخت کې، یوشمیر ځوانان چې د اپلیکیشن ډیزاین په برخه کې کار کوي، دوی هم وايي چې د نړیوالو مالي حسابونو نشتوالي د پلیټ فارمونو جوړول او له دې لارې د عاید ترلاسه کولو په برخه کې جدي ننګونې رامینځته کړې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کابل دوو اوسېدونکو ۲۲ کلن عبدالباعث  او ۲۶ کلن عبدالمبین چې د اپلیکیشن ډیزاین په برخه کې فعالیت لري، د خپلو ننګونو په اړه داسې وايي:

«د بکسک په نوم اپلیکېشن لرم، د جوړولو لپاره یې ډېرو ستونزو سره مخ شوم، باید ګوګل پلي اکونټ مې جوړ کړی وی، افغانستان د ګوګل پلې په لست کې نشته او نشو کولی خپله ګټه په مستقیم ډول ترلاسه کړو، د اکونټ جوړولو لپاره مې بهر کې له یوه خپل ملګري مرسته وغوښته، یوه اندازه پیسې باید د مالیې په توګه هم ورکړم.»

«د دېوال اپلیکېشن د دویم لاس توکو پېرلو لپاره طرحه شوی، خو نړیوالو حسابونو او ماسټرکارت ته د نه‌‌لاسرسي له امله نه یم توانېدلی چې هغه ګوګل پلې سره شریک کړم. د دغې ستونزې د حل لپاره مې ایران کې له خپل ملګري مرسته وغوښته چې د ورکړې پروسه طی کړي، پیسې باید د بل چا په اکونټ کې جمع کړو چې دا خپله لامل کیږي چې پیسې مو څو لاسه تقسیم شي.»

یوشمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې مالي ورکړو ته په مستقیم ډول نه‌لاسرسی لامل شوی چې هغو ځوانانو ته اقتصادي زیان ورسیږي چې د مالي سیستمونو او انلاین له لارې غواړي ګټه ترلاسه کړي.

دوی وویل، د سرپرست حکومت پر وړاندې د محدودیتونو او سیاسي ننګونو په حل سره کېدی شي، باثباته اقتصادي سیستمونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

په اړه یې د پوهنتون استاد سید مسعود او د اقتصادي مسایلو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا وویل:

«د هغو ځوانانو لپاره چې له غواړي د انلاین کاروبار له لارې پیسې وګټې د ورکړې نړیوالو سیستمونو په برخه کې ستونزې لامل شوي چې خپله یوه برخه ګټه نورو هېوادونو یا منځګړو کسانو ته ورکړي، کومه مسله چې له اقتصادي اړخه زیان‌رسونکې او له انساني اړخه ظلم دی. دغه ځوانان نه شي کولی د خپل هېواد د قوانینو له مخې پیسې ترلاسه کړي او د هغوی د کار یوه برخه ګټه نورو هېوادونو ته رسیږي. دغه وضعیت افغانستان کې د ځوانانو فعالیت، انګېزې او د هغوی رواني حالت ته ضربه رسوي.»

«د نظام په بدلېدو سره، لوېدیځو هېوادونو د افغانستان پر اقتصادي سیستم بندیزونه لګولي او د پیسو لېږد یوازې د حوالو له لارې امکان لري. که نړیوالو بانکونو سره د افغانستان اړیکه ټینګه شي، ځونان کولی شي نړیوالو حسابونو ته لاسرسی پیدا کړي او خپل انلاین کاروبار پراخ کړي. د سیاسي ستونزو له حل او د بندیزونو له لغوه کولو وروسته به دغو حسابونو ته لاسرسی اسانه شي.»

ورته وخت کې د ټکنالوژۍ حوزې کارپوهان هم وايي، دولت د ډیجیټل برخې په پیاوړي کولو او د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو سره کولی شي هېواد کې د انلاین ورکړې سیستمونو اړوند ځينې ننګونې له منځه یوسي.

د ټکنالوژۍ مسایلو کارپوه قریب‌ارین وویل:

«زما په باور که دولت واقعآ غواړي چې د انلاین فعالیتونو د پرمختګ زمینه برابره کړي، باید یو څو اساسي ګامونه اوچت کړي. د پې‌پال او پایونییر په څېر د انلاین ورکړې نړیوالو شرکتونو سره خبرې وکړي، ډیجیټل برخه پیاوړې کړي او د ځوانانو تخنیکي ملاتړ او د هغوی روزنې لپاره د ډیجیټل ښوونیز مراکز رامنځ ته کړي. د ډیجیټل خنډونو لرې کول لپاره اړتیا ده چې دولت جامع پروګرامونه جوړ کړي.»

افغانستان کې د ورکړو نړیوالو سیستمونو ته د نه‌لاسرسي ستونزې نه یوازې د ویب‌سایټ جوړونکي، د اپلېکېشن طرحه کوونکي او د یوټیوب چینلونو چلوونکي له ستونزو سره مخ کړي، بلکې فریلنسر، انلاین سوداګر او توریستي شرکتونه هم له جدي خنډ سره مخ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام