نږدې ۶۰۰ میلیونه ډالر، د افغانستان د وچې مېوې د کلني صادراتو ارزښت چې تر ډېره د ځوانو افغان سوداګرو له لوري نورو هېوادونو ته صادر شوي، خو د دې شمېرو تر شا یو بل داستان پروت دی؛ د هغو ځوانو سوداګرو کیسه چې وايي، کولای شي، له دې هم ښه کار وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه تاییدوي چې د دې برخې ارزښت میلیونه ډالر دی، خو یوازې یوه برخه یې استفاده شوې ده.
په دې راپور کې د وچې مېوې له ۱۶ سوداګرو سره خبرې شوې دي. د راپور پایلې ښيي چې د دغو سوداګرو عمرونه د ۲۱ او ۴۵ کلونو ترمنځ دي او د منځني عمر کچه تر ۳۵ کلونو ټیټه ده. د راپور له مخې ډېری صادرونکي هغه ځوانان دي چې په تېرو څلورو تر لسو کلونو کې دې کاروبار ته داخل شوي دي.
راپور ښيي چې ځوان سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د بانکوالۍ ستونزې، په پولو کې محدودیتونه، د سوداګریزو ویزو نشتوالی او د صادراتو د وخت سم تنظیمونه، له مهمو ستونزو ګڼل کېږي. سره له دې ټولو، سوداګر په یوه خبره اتفاق لري، د وچې مېوې د صادراتو د پراختیا لپاره ستر فرصتونه شته، خو اوسني جوړښتي خنډونه د دې کار پرمختګ ورو کړی دی.
۲۱کنل احمد شعیب چې له څلورو کلونو راهیسې د بادامو، جلغوزو، انځرو او پستو په صادراتو بوخت دی. هغه د څېړنې په دې نمونه کې له تر ټولو ځوانو صادرونکو څخه شمېرل کېږي، خو ستونزې یې ښيي چې د نویو ځوانو سوداګرو مخې ته کوم خنډونه ولاړ دي.
شعیب وايي: «په صادراتو کې ستونزې ډېری دي. کله چې زموږ پیسې بانک ته راځي، بانک ډېر ستونزې جوړوي؛ پیسې یې یو ځل نه راکوي او سوداګر سرګردان پرې کړي. د واګې بندر هم تړلی دی او مال په ډېرو ستونزو منزل ته رسېږي. مخکې مال په یوه اوونۍ رسېده، خو اوس دوه تر دوه نیمو اوونیو وخت نیسي. د ویزو ستونزې هم شته چې زموږ سوداګر ورسره مخ دي.»
د هغه په وینا، دا خنډونه د سوداګرۍ چټک بهیر کمزوری کړی او د ځوان سوداګرو د پرمختګ مخه نیسي.
۳۰کلن جبران حبیبي، د احمد شعیب په څېر ورته تجربې لري، خو د ترانسپورت او لارو په برخه کې دقیق تحلیل وړاندې کوي.
هغه وایي: «له دې چې د واګه بندر تړل شوی، زموږ سوداګري د بندر عباس او چابهار له لارې ترسره کېږي چې هم لګښت لري او هم وخت نیسي. د هوايي صادراتو بهیر هم د قیمتونو د لوړوالي او د هوایي ډګر د ظرفیت د کمښت له امله محدود شوی. نړیوالو بازارونو ته لاسرسی کم دی او د سوداګرو لپاره د ویزې نشتوالی او د نړیوالو نندارتونونو او پروګرامونو نه ګډون، زموږ د سوداګرۍ پراختیا ته لوی خنډ دی.»
۲۵کلن احمد شریفي د فاریاب اوسېدونکی دی او له پنځو کلونو راهیسې هند، ترکیې، عربستان سعودي او المان ته کشمش، بادام او چهارمغز صادروي.
هغه د جوړښتي ستونزو یادونه کوي او وایي: «موږ هند، ترکیې، عربستان او المان ته صادرات لرو، خو لویه ستونزه د خوندي ترانسپورت نشتوالی، د بانکدارۍ محدودیتونه او د ارز د نرخ بېثباتي ده. دا ستونزې د مالونو لیږد ځنډوي، لګښتونه زیاتوي او زموږ محصولات په نړیوال بازار کې د سیالۍ توان کموي. که دې ستونزو ته حل وموندل شي، د ځوانانو لپاره د کار ډېر فرصتونه رامنځته کېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۳۶کلن رحمتالله د کندهار اوسېدونکی دی چې له پنځو کلونو راهیسې د وچې مېوې په صادراتو بوخت دی، وایي، د پولو تړل او د ګمرکي تعرفو لوړوالی پر صادراتو مستقیمه اغېز لري. هغه وايي: «بدبختانه د سرحدونو تړل کېدل او د ګمرکي تعرفو لوړوالی ډېر تاوان اړولی. که پولې خلاص وي او تعرفې راکمې شي، موږ درې برابره ګټه کولی شو او ډېر ځوانان هم په کار بوختولی شو. اوس زموږ لویه ستونزه دا ده چې تعرفې لوړې شوې او د پاکستان سرحد تړل شوی.»
لالاګل او قدیر چې عمرونه یې په ترتیب سره ۴۵ او ۳۵ کاله دي او لس کاله د وچې مېوې په صادراتو کې تجربه لري، د تېرو درېوو کلونو د بدلونونو په اړه د پام وړ خبرې کوي.
لالاګل وايي: «لویه ستونزه د ویزې نشتوالی، د پولو تړل، بندیزونه او له دې سره مالي بارونه لکه د برق مالیه او نور عوارض دي، چې مستقیم پر موږ فشار راوړي. مخکې کاروبار ښه و. موږ کولای شول د هوايي دهلېزونو له لارې مستقیم له ایران څخه هند او له ازبیکستان څخه اروپا ته صادرات وکړو. همدا ستونزې زموږ په صادراتو او د کارګرو پر روزګار ډېر تاثیر لري.»
قدیر چې له لسو کلونو راهیسې د وچې مېوې په صادراتو بوخت دی، وایي چې د عامو لارو بندېدو او ځنډ د دوی کار ته سخت تاوان رسولی دی. هغه وايي: «د لارو تړل کېدو زموږ صادرات درولي او اغېز یې ډېر زیات دی. که مېوه پر وخت بهر ته ونه رسېږي، په بازار کې د هغې اصلي موسم تېرېږي او نور هېوادونه یې ځای ناستې کېږي. که وروسته هم ورسېږي، هم د خرابېدو خطر زیات وي او هم بازار کې په مطلوب قیمت نه خرڅېږي.»
له بلخوا، د حکومت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د ځوانو سوداګرو خبرې تاییدوي او وایي چې د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي. د دې خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال نږدې ۶۰۰ میلیونه ډالره د وچې مېوې صادرات لري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی، خانجان الکوزی وایي: «زموږ ستر بازار د هند هېواد دی. کله چې له چابهار او نورو بندرونو د سمندر له لارې مېوه لېږل کېږي، ځنډ کوي او مېوه زیان ویني. زموږ هڅه دا ده چې ټول صادرات د هوايي دهلېزونو له لارې ترسره شي. غوښتنه مو دا ده چې لوی کارګو الوتکې او هوايي دهلېزونه جوړ شي.»
د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو مسوولان وايي چې اوس ورځني دوه تر درې ټنه صادراتي مالونه د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته رسېږي، خو لاهم هڅې روانې دي چې د دې لارو محدودیتونه رفع شي.
د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي څرګندوي چې ۸۰سلنه وچې مېوې یوازې هند ته صادریږي او یوازې ۲۰سلنه نورو هېوادونو ته چې دې زیاتې تکیه د صادراتو او د ځوانانو د کار راتلونکي لپاره خطرناک ګڼل کېږي.
آخوندزاده عبدالسلام جواد، د امارت اسلامي د صنعت او تجارت وزارت ویاند، د بانکي وضعیت په اړه وایي: «موږ د ځینو سیمیزو هېوادونو بانکونو سره مالي اړیکې لرو او زموږ سوداګر کولای شي د خامو موادو یا نورو اړینو توکو د واردولو لپاره له دې لارې کار واخلي. د افغانستان بانک هم د ستونزو د حل زمینه برابروي. د لارې، سرحدونو او بندرونو د پرانیستلو لپاره مو پلانونه جوړ شوي او هڅې روانې دي چې دا ستونزې په اساسي ډول حل شي.»
بلخوا د افغانستان د وچې مېوې صادراتو ځوان سوداګر وایي چې د بانکي اړیکو له لارې د پیسو انتقال لاهم کافي اغېزناک نهدی او په دې برخه کې د پام وړ ځنډونه موجود دي.
د اقتصادي چارو کارپوه، شاکر یعقوبي، د لنډمهاله ستونزو څخه هاخوا، د جوړښتي اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کوي: «د سوداګرۍ د پایدارو تړونونو نشتوالی له هدف هېوادونو سره، د مستقیمو تجارتي لارو کمښت او د فعالو نمایندګیو نشتوالی، ټول سبب کېږي چې سوداګر مستقیم نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ونهلري. باید نوي بازارونه په منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او اروپا کې ولټول شي. همدارنګه، د پیسو ځنډونه د سوداګرو نقدینۍ کموي او هغوی نه شي کولی په نویو قراردادونو کې برخه واخلي. اړینه ده چې ځانګړی بانک د صادراتو او وارداتو لپاره جوړ شي.»
د افغانستان د وچې مېوې محصولات، د هېواد پنځه لومړني صادراتي توکو له ډلې ګڼل کېږي. د دې محصولاتو طبیعي کیفیت، مناسب قیمت، ځانګړی خوند او تاریخي شهرت د دې سبب شوی چې په نړیوالو بازارونو کې ډېر پیرودونکي ولري. د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مسوولان وایي چې د دې برخې د ارز راوړنې ظرفیت کولی شي تر سلګونو میلیونو ډالرو پورې لوړ شي.
د افغانستان د وچې مېوې صادراتي محصولات له لسو مختلفو ډولونو څخه عبارت دي، لکه بادام، پسته، جلغوزه، چهارمغز، کشمش، وچ انځر، وچتوت، وچزردآلو، مڼه او د خربوزې تخم. دا محصولات اوس مهال اته هېوادونو ته صادریږي چې په کې هند، ترکیه، عربستان سعودي، المان، چین، روسیه او متحده عربي امارات شامل دي.


