د روغتیا نړیوال سازمان ویاند کریستین لندمایر وايي چې په افغانستان کې د شري ناروغي مخ په زیاتيدو ده. هغه زیاته کئي یوازي په جنوري میاشت کې له ۱۵۰ ډېر ماشومان مړه شوي دي.
هغه خبرداری ورکړی چې ښایي په راتلونکو اوونیو کې د دې ناروغۍ شمېر نور هم زیات شي. هغه زیاته کړې: ” په جنوري میاشت د شري د ناروغانو د تلفاتو شمېر دا په ډاګه کوي چې ښایي د دې ناروغۍ تلفات په راتلونکو اوونیو کې نورهم زیات شي.”
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
که څه هم د عامې روغتیا وزارت چارواکي د روغتیا نړیوال سازمان د شمېر په پرتله د شري له امله د مړو شویو ماشومانو شمېر درې چنده کم بولي. خو د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د تېر کال په پرتله د دغې ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه په ډراماتیک ډول لوړه شوې ده.
د عامې ورغتیا وزارت چارواکي د شري ناروغۍ له امله د ماشومانو د تلفاتو شمير په یوه میاشت کې ۴۵ تنه اعلان کړي او وایي چې د ۲۰۲۱ کال کې تر ۱۲ میاشتو پورې دغه شمېر ۱۰۸ ته لوړ شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وایي چې دغه وزارت سره د شري واکسین په کافي اندازه شته او د ټول هېواد په کچه یې د رسولو لپاره هڅې روانې دي څو ددې ناروغۍ مخه ونیول شي. هغه زیاتوي: « ۱۶۴۰۴ کسان مو واکسین کړي. مونږ په کافي اندازه د شري واکسین لرو، د ۲.۳ میلیون شاوخوا. »
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د بدخشان سيمهييزو چارواکو په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ له امله د مړو شمېر ۷۴ تنه ښودلي وو. دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت چارواکي د ټول هېواد په کچه د شري ناروغۍ له امله د مړینې شمېرې ۴۵ یادوي.