خوبولې څېرې، وچې شونډې او ببر وېښتان هر سهار له لمر خاته وړاندې د مور په غږ له خوبه راپاڅېږي. هغه کوچني ماشومان چې لا یې، د ژوند یوه لسیزه هم نهده تېره کړې، د لمر تر لوېدو پورې پر هغه مزدوۍ بوخت وي چې پور یې، تر ګټې ډېر دی.
شهناز له کلونو راهیسې د دې کور ته نږدې د خښتو بټیو ته خپل ماشومان د کار کولو لپاره لېږي. دا وايي، ماشومان یې، همدې بټیو کې رالوی او دا پهکې زړه شوه. ۳۵کلنه شهناز وايي، زامن یې کوچني دي او د درنو کارونو کولو توان نهلري، خو په وینا یې، بېوزلي دې کار ته اړ کړې.
هغه چې د پنځو اولادونو مور ده او د کابل په دهسبز ولسوالي کې د خښتو بټیو ته نږدې له خټو جوړ کور کې ژوند کوي، وايي، له اوړي وړاندې باید د اخیستلو پیسو هومره کار وکړي.
هغې وویل: «دا زوی مې د شپې پاڅي، ژاړي وایي، مورې زه کار نهشم کولای نور؛ واړه خښتو کې را غټ شول، له لسو هم ډېر کلونه وشول چې زما زامن خښتو پټیو کې کار کوي. موږ بیخي زاړه شوو، دې خښتو کې بله نه چاره لرو، څه وکړو مجبور یوو، بچي مې ژاړي. نن یې اتمه ورځ ده چې پلار یې، نشته وتلی دی کار پسې.»
د کابل په شمالختیځ دهسبز ولسوالي کې د خښتو پخولو لسګونه بټیو کې ټېکداران د ژمي پرمهال یادو کورنیو ته ټاکل شوې اندازه «افغانۍ» ورکوي او دغه کورنۍ بیا اړ دي چې د ورکړل شویو پیسو په اندازه ورته د کار موسم کې پر ټاکلي وخت کار پیل او بشپړ کړي.
افغانستان کې د ژمي پرمهال لګښتونو ته په کتو دغه کورنۍ د اخیستو پورونو په مرسته تر یوه بریده خپلې اړتیاوې برابروي، خو د ژمي په ګډون له ژمي وړاندې او وروسته میاشتې اړ دي، څو د بټیو له مسوولانو نورې پیسې هم واخلي چې دا چاره دوی د بټیو ټېکدارانو سره کلونه د ګروي کس په څېر پاتې کوي.
د اخیستل شویو پیسو د کار اندازه دومره وي چې باید د ټولې کورنۍ غړي، یوځای بټیو کې کار وکړي او پر ټاکلي وخت ورته اندازه شوی، کار بشپړ کړي.
ډېری دغه کورنۍ نهیوازې دا چې اخیستل شویو پیسو په اندازه کار نهشي کولای، کور کې هم د خوراک لپاره څه نهلري. شهناز وايي، ماشومان یې، کار کوي، خو پیسې یې، ډېری وخت هغه پور کې ګرځول کېږي چې له ټېکدار اخیستل شوې دي.
هغه وايي: «درې بجې دوه بجې وي، زامن مې خوب نه جیګوم چې هر ټېم وي، ورته وایم، زویه پاڅېږه کار وکړه چې سبا به بیا څه کوو، جمهدار ورته وایي چې بس ماته پیسې برابرې کړئ چې تاسو باندې زما پیسې دي. لاس یې خوږېږي، نوم باندې یې ناو راوځي. کار نهشي کولای.»
د خښتو بټیو کې سلګونه ماشومان د زدهکړو په ګډون له خپلو نورو حقوقو هم بېبرخې دي. یاد ماشومان چې باید زدهکړو ته تللی، بېوزلي او کورنۍ کمزوري اقتصاد یې، مخه دې بېدروازو زندان ته کړې ده.
لس کلنه نورزیه چې د نورو ماشومانو په څېر بټیو کې خښتې وهي، وايي، د کار له امله یې، هره شپه پېښې او لاسونه دردمن وي، داسې لکه ژوند یې چې له دردونو او کړاونو ډک دی.
هغه وايي، د پور خلاصولو لپاره اړ ده چې ټوله ورځ کار وکړي. «وطن کې راباندې قرضونه دي. دلته راباندې قرضونه دي. جمعهدار هم رانه پیسې غواړي، دوکاندار هم. نه راکره سودا شته، نه راکره اوړه شته چې ویې خورو. ټوله ورځ کار کوو د شپې چې کورته راشم مور ته ژاړم ځان مې درد کوي، پښې مې درد کوي، بیا یې راباندې مور غوړې کړي او ویده شو، بیا سهار کار ته ځوو.»
۱۲ کلن سمېعالله هم وویل: «دلته بس کار ته راغلي یوو، زر خښتې رانه غواړي، کار یې ډېر سخت دی. پيسې پهکې لږې دي. د کور ګذاره پرې کېږي نه. موږ څلور کسانو باندې لږ کار کېږي، مریضیانې وي، بس ښوونځی هم نه وایو.»
د خښتو بټیو کې د ژوند د کړاونو ترڅنګ، ډېری دغه ماشومان له روغتیايي اړخه هم اغېزمن کېږي چې ډېر یې، د بېوزلي له امله ډاکټر ته هم نهشي ورتللی. سپوږمۍ او زهره دوه خويندې دي چې د خښتو بټیو کې د کار کولو له امله اپنډيکس شوي دي.
زهره چې له عملیات وروسته د نورې درملنې لپاره د پیسو نهلرلو له امله کور ته راوستل شوې، د درد او کمزورتیا له امله خبرې نهشي کولی.
د یادو خوېندو مور وویل: «پلار یې یو کس دی، څه وکړي، مجبوري نهیې خپلې لورګانې پر کار لګیا کړې دي. اوس اولادونه مې په دې حال شوي، اوس به پرتې وي، خوارانې په کورونو کې پرېوتلې، هلته هغې ته منډې کړي، دلته دغې له منډې کړي. څوک ورته دوه روپۍ یوه روپۍ ورکړي، هلته یې هغه مریض ته یوسي، د روپۍ چیچل کېږي، ښه دا به یې پلار له کومه کړي.»
ارواهپوهان وايي، که ماشومان ارامښت ونهلري او پر درانو کارونو بوخت وي، دا چاره به د دوی پر روان او انګېزې اغېزې وکړي. د دوی په وینا، د ټولنې راتلونکی ماشومانو پورې تړلی او په وینا یې، که دوی ارامتیا ونهلري، د ټولنې د خرابېدو لامل کېدای شي.
ارواهپوه محمدالله وویل: «د ماشومتوب په دوره کې چې هر ماشوم ورته اړتيا لري، مینه او ارامښت دی. که چېرې ماشوم مینه او ارامښت ونهلري، د دې لامل کېږي چې د راتلونکي په اړه د دوی ديد منفي و اوسي او نور و نه شي کولای، چې ځانته د يو بريالي انسان په سترګه وګوري. پر ټولنه اغېز ښېندي د ټولنې د خرابېدو لامل کېږي، ځکه چې د ټولنې راتلونکی په همدې ماشومانو پورې تړلی دی او دا دې لامل کېږي چې افغانۍ ټولنه د کودک سيتيزي خوا ته لاړه شي.»
د افغانستان د حقوقپوهانو سراسري تولنې رییس میر عبدالواحد سادات وایي، پر ماشومانو درانه کارونه کول او یا هم دې برخه کې د ماشومانو کارول، د کار قانون له اړخه جرم ګڼل کېږي. دی وايي، یاد قانون کې ماشومان له درونو کارونو راګرځول شوې دي.
نوموړي وویل: «هغه ماشومان چې د فقر په لحاظ مجبور دي کار وکړي، د هغوی د حقوقو او د هغوی کاري ساعت بايد مراقبت وشي او يو تضمين د قوانينو پر اساس په ټولنه کې موجود وي. يوازيني لار دا ده چې په ټولنه کې بايد قوانين نافذ وي، چې د ماشومانو له حقونو څخه دفاع وکړي.»
بلخوا د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزوچارو وزارت مسوولان وايي، هڅه کوي، څو هغه ماشومان چې پر درنو کارونو بوخت دي، مخه یې، ونیسي.
د یاد وزارت ویاند سمېعالله ابراهیمي وویل، هغه ماشومان چې بېوزلي دي، له کورنیو سره به یې، اړینې مرستې وشي. «افغانستان اسلامي امارت د کارو او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د ماشو مانو له شاقه کارونو څخه مخنیوی وشي او په نظام او ټولنه باندې چې کوم حقوق دوی لري رسېدنه وشي او هغه ماشومان چې په رښتیني بڼه بېوزله او بېچاره اوسېوي د هغوی او کورنۍ سره به یې مرسته کېږي.»
د هېواد په کچه ګڼشمېر ماشومان د کورنیو د بېوزلي او تنګسیې له امله اړ کېږي چې درنو کارونو ته مخه کړي او ډېری هغه یې، له زدهکړو او خپلو لومړنیو حقونو محروم دي.
د چاپېریال ساتنې د نظارت او تفتش ادارې د زړې سروې له مخې، چې درې کاله پخوا شوې، د کابل دهسبز ولسوالي کې د خښتو پخولو ۴۰۳ بټۍ فعالې وې چې په هره بټۍ کې په منځنۍ کچه لسګونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت وو.