د لوګر یوشمېر اوسیدونکي او د کرنې برخې متخصصان وایي، دې وروستیو کې په کرنه او مالدارۍ کې د مېرمنو ونډه د پام وړ زیاته شوې.
د لوګر د مرکز پلعلم یوه اوسیدونکې فریده وايي چې له کلونو راهیسې خپل خاوند سره په کرنه او مالدارۍ بوخته ده. هغې سلام وطندار ته وویل، خپلو نارینهوو سره یوځای اوږه په اوږه د کرنې او مالدارۍ برخه کې کار کوي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.
هغه وايي چې د کچالو، پيازو، رومي بانجان او غنمو کرکیلې ترڅنګ، د مالدارۍ په برخه کې هم له نارینهوو سره جوړه کار کوي او فعالیت یې هم ښې پایلې ورکړي.
«لوګر یو کرنیز ولایت دی او ګڼ شمیر میرمنې په کرنه او مالدارۍ برخه کې کار کوي، زه ویلای شم چې زما په ګډون ۸۰ سلنه میرمنې په کرنه او مالدارۍ بوختې دي او د سبزۍ د تخم له شیندلو نیولې تر حاصلاتو پورې له خپلو نارینهوو سره اوږه په اوږه کار کوو او له دې لارې ګټه په لاس راوړو.»
فاطمه د لوګر د برهکي برک ولسوالي اوسیدونکي ده او هره ورځ له خپلو څارویو او د نورو څارویو له ساتوونکو څخه تر ۲۰۰ کیلو شیدې راټولوي او بیا یې د پروسیس لپاره کابل ته لیږدوي.
هغې وویل، له دې لارې زرګونه افغانۍ ګټه په لاس راوړي او د کور اقتصادي چارې له دې لارې سمبالوي.
«لوګر کې له ۶سوه نیولې تر ۸سوه افغانیو پورې ګټه په لاس راوړو، ځکه چې یو ستل مستې تر ۲سوه افغانیو پورې پلورل کیږي، میرمنې کولای شي چې د کور اړتیا، سیالي او شریکي پرې رفعه کړي او له خاوند سره هم د کور په اقتصادي چارو کې مرسته وکړي.»
لوګر کې د کرنیزو محصولاتو او لبنیاتو په برخه کې فعالیت کونکې حیمده وایي، دغه ولایت کې په لویه کچه سبزیجات، شیدې او مستې تولیدیږي او خلک یې په ښه کیفیت او مناسبه بیه ترلاسه کوي.
نوموړې وایي، په کلي او بازار کې یوه کیلو شیدې له ۲۷ افغانیو نیولې تر ۳۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«د لوګر میرمنې چې د څارویو په ساتنه کې بوختي دي، ډیری زړورې دي، هم څاروي ساتي او هم د خپل کور اقتصاد لپاره کار کوي، زمونږ په کور څنګ کې یوه میرمن ده چې غوا لري، هم د خپل کور لګښت پوره کوي او هم بازار ته شیدې وړاندې کوي، یوه کیلو شیدې پر مونږ ۲۷ افغانۍ پلوري، د ورځې لس کیلو شیدې بازار ته وړاندې کوي.»
لوګر کې د کرنې او مالدارۍ برخې څيړونکې نسرین وايي، د دغه ولایت ډیری اوسیدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د نارینهوو ترڅنګ، مېرمنو هم دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.
هغه وایي، که چېرې د لوګر ښځينه مالدارو او کروندګرو ته د کرنې او لبنیاتو د تولید، ساتنې او بازار موندنې په برخه کې روزنه ورکړل شي، نو حاصلات او بازار به یې دوه برابره شي.
«لوګر یو کرنیز ولایت ده چې تر ډيره پورې اوسیدونکې په مالدارۍ بوخت دي خو که چیرې مالدارو ته د لبنیاتو د راټولولو، پروسس او بازار موندنې په برخه کې روزنه ورکړل شي، لاسته راوړنې به یې دوه برابره شي.»
بلخوا د لوګر د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل قاري عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، د دغه ولایت ۸۰ سلنه اوسیدونکې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
هغه زیاته کړه، ۳۰ سلنه میرمنې لوګر کې له خپلو نارینهوو سره په کرنې او مالدارۍ برخه کې بوختې دې او یادو میرمنو سره د کرنې او مالدارۍ ریاست او یو شمیر نړیوالو بنسټونو له لوري هر اړخیزې مرستې هم شوې دي.
«په ټوله لوګر کې ۸۰ سلنه اوسیدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، میرمنې هم په کرنې برخه کې له خپلو نارینهوو سره په خېشاوه، د تخمونو په پاکولو او مالدارۍ برخه کې ځانګړې ونډه لري چې تر ۳۰ سلنه پورې میرمنې په کرنه او مالدارۍ برخه کې ونډه اخلي، ډیرې میرمنې له خپلو څارویو څخه په محلي توګه لبنیات په لاس راوړي او بیا د پروسس لپاره مرکزونو ته لیږدول کیږي.»
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري تېر کال سلګونه مېرمنو سره د چرګانو، غواګانو او د کورنیو باغچو جوړولو برخه کې د تخمونو او وسایلو مرستې شوې دي.






