ژوند کې داسې ورځې راځي چې رنګونه او خوشحالي له ژوند سره مخه ښه کوي، سترګې مدام له اوښکو ډکې وي، خو دردونه بیا هم پای نهلري.
د میدانوردک مرکز میدانښار اوسېدونکې زینب هغه مور ده چې کلونو راهیسې یې سترګې د کور دروازې ته دي، څو زوی یې د نشهيي توکو کارول بند کړي وي او روغ جوړ کور ته ورستون شي.
بلاخره دغه انتظار پایته رسیږي او ۳۱کلن مصطفی له ۸ کلونو وروسته د مخدره توکو کارول پرېږدي، د روږدو له نړۍ راوځي او په پوره روغتیا سره کور ته ستنیږي.
مصطفی څو ځله د مخدره توکو کارول پرېږدي، خو بیرته دغې تورې نړۍ ته ورګرځي، دغه وضعیت د هغه کوچنۍ کورنۍ سره بېلوي او مېرمن یې له هغه جلا کیږي.
مور یې زینب داسې حال کې چې سترګو کې یې اوښکې ځلیږي، د خپل زوی د ژوند له لاسه وتلو ورځو په اړه وايي:
«که د یو کور غړی په مخدره توکو روږدی وي، ټول ورسره ځوریږي، اوس ښه دی یوازې د پخواني وخت او خپلې ښځې افسوس کوي. واده یې وکړ، خو مېرمن یې ترې طلاق واخیست. ۳ کاله کیږي چې له خپلې مېرمنې بېل شوی دی.»
دا یوازې مصطفی نه دی چې ژوند یې د مخدره توکو کارولو له امله وران شوی، ډېر داسې نورې کورنۍ هم شته چې مخدره توکو سره بېلې کړي، یا یې هم کړولي دي.
دغه رپوټ کې له ۸ هغو ښځو سره خبرې شوي چې نارینهوو یې مخدره توکي خوشې کړي، خو دغه کورنۍ اوس بېکارۍ، فقر او بېپایه کړاوو سره لاس او ګرېوان دي.
زینت د لغمان اوسېدونکې دی او ۱۶کلن زوی یې ۴ کاله په مخدره توکو روږدی وو. هغه وايي، دغه موده کې یې چې هر ځل زوی له کوره بهر کېده، نه پوهېده چې زوی به یې بیرته کور ته ور ستون شي او کنه. په دغه موده کې د زوی فریاد، له کوره تکراري غلاوې او ډارونکي خوبونه د زینت د ژوند برخه ګرځېدلې وه.
«څلور کاله روږدی وو، یوه میاشت به ښه وو، ۱۵ میاشتې به ښه وو، له کوره به لاړ بیرته به یې دغه عمل شروع کړ. ډېر غالمغال به یې کاوه، داسې وخت به کېده چې مجبوره به وو غلا وکړي، هر قسم کار به یې کاوه.»
د نارینهوو د مخدره توکو له دود ډکې نړۍ کې یوازې میندې نه دي چې د ژوند دغه ناسور ټپ یې پر تن دی، بلکې کورنۍ او مینهکوونکي هم شته چې تر سیوري لاندې یې سوځي.
فریده هغه مېرمن ده چې یوه ورځ په ډېرو هیلو سره د خپل خاوند فهیم ترڅنګ ودرېده، خو د ژوند په سختو لارو کې یوازې پاتې شوه. هغې داسې ورځې تجربه کړي چې مېړه به یې د نشې پرمهال کور کې ګډوډي جوړه کړه او له دې به یې د مخدره موادو د چمتو کولو پیسې غوښتې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه مهال د فریدې لپاره ژوند یوازې یوه وېره وه. کله به سوچونو دومره په سر واخیسته چې ان د ژوند پایته رسولو فکر به یې کاوه.
«خپل یار مې وهلم ټکولم، زما اولادونه به یې هم وهل، نفقه به یې نهشوه پیدا کولی، کور کې به یې ډېره ګډوډي جوړه کړه ترڅو پیسې ورکړم. کور کې مو ژوند ډېر تریخ وو، ښه رویه یې نهکوله، تل به مو جنګونه وو، ډېر مې له ژوند زړه موړ شوی وو، کله به مې فکر کاوه چې ځان وژنه وکړم.»
اوس چې د فریدې مېړه مخدره توکي خوشې کړي، په ژوند کې ډېر څه نهلري او داځل فقر او بېوزلۍ د دغې جوړ ژوند ور تریخ کړی دی.
فریده وايي، مېړه یې غواړي چې ځان دپاره یو کاروبار برابر کړي، خو پیسې ورته نهلري.
«وسایل یې کم دي، هڅه کوي یو دوکان څه برابر کړي، پیسو پسې ګرځي، بېکاره دی، کار نهلري، لاره چاره نه برابریږي چې کار پیل کړي، څه یې لاس ته نه راځي. نهشي کولی چې د کور مصرف پوره کړي.»
له پروان څخه بله مېرمن فاطمه چې خپل ۳۵ کلن مېړه یې له درې کاله تريتم کېدو وروسته بیرته موندلی وايي، کله چې یې هغه ولیده، د روږدو د درملنې ځانګړي مرکز کې بستري وو، کمزوی او له هرڅه پاتې وو، خو دا د کیسې پای نهدی.
هغه د دویم ځل لپاره هم د مخدره توکو کارول پیل کړي او بیا یې هم د خوشې کولو لپاره بستري شوی دی.
اوس چې هغه کور ته ستون شوی، نور مخدره توکي نه کاروي، خو بېکارۍ، د پیسو نهشتون او نامالومه راتلونکې هغه په ملا مات کړی.
فاطمه هره ورځ په دې وېره تېروي چې داسې نهشي د بېوزلۍ له درده یې خاوند بیا ځلې مخدره توکي وکاروي.
«نسبت پخوا ته یې وضعیت ښه دی، هغه بهر د کار کولو لپاره ځای نلري، وسایل يې کم دي. هغه یې د اخیستلو لپاره پیسې نلري، په کور کې دی او بهر نه ځي ترڅو بیا د نشهيي توکو کارول پیل نه کړي.»
د میندو او مېرمنو ترڅنګ داسې نجونې هم شته چې د ورور ژوند روښانه کولو او د تورو تیارو له نړۍ د هغوی رابهر کولو لپاره، مور شوي دي.
۲۵کلنه خاطره هغه نجلۍ ده چې د عمر یوه برخه یې د خپل ورور د اعتیاد تر سیوري لاندې تېر کړی.
هغه وايي، څلور کاله یې د خپل ورور ویجاړ ژوند په سترګو لیدلی. دې وویل، د نشهيي توکو کارولو یې ورېندار له خپل وروره بېله کړې او کوچنۍ ورېره یې د مور او پلار له مینې بېبرخې شوه. هغه اوس د خپلې ورېرې لپاره مور ګرځېدلې او د هغې پالنه کوي.
اوس چې د خاطرې ورور نور مخدره توکي نه کاروي، د ژوند لګښتونه د هغه پر اوږدو دروندوالی کوي او خاطره اوس هم د خپلې کوچنۍ ورېرې لپاره د مور چارې پر مخ بیایي.
«کوم وسایل یې چې راکړي وو، ورسره پیسې نه وې چې کار پرې وکړي، یوسف څلور کاله نشهيي توکي کارول، کله چې پوه شو وضعیت یې خراب دی، مېرمن یې ترې بېله شوه، یوه لورکۍ یې پاتې شوه، تقریبآ درې کلنه ده، ما لویه کړې، تېر کال یې وضعیت ډېر خراب وو، بیا مو روغتون کې بستر کړ.»
فتانه کابل ښار کې بله نجلۍ ده چې خپل ورور یې د مخدره توکو له نړۍ را بهر کړی. هغه وايي، ژوند یې لاهم له ستونزو ډک دی، بېکاري، بېوزلي او د مناسبې سرپناه نهشتون د هغې لپاره ژوند سخت کړی.
د فتانې ورور چې د نشهيي توکو کارول یې بند کړي خپله راتلونکې روښانه نهویني. د هغه مېرمن او اولادونو یې دی خوشې کړی او داسې کور کې ژوند کوي چې هېڅ هم نهلري.
«د ژوند شرایط او اقتصاد مو خراب دی، ټول ورونه مې اوزګار دي، په مخدره توکو روږدی شو، مېرمن یې خوشې کړ او ترې لاړه، دوه کاله کیږي چې خپله هم تللې او اولادونه یې هم ترې وړي دي. کور کې څه نهلري، مېرمن یې ورته وايي جوړ یې کړه چې زه بیرته راشم. ښه کار هم نه شي پیدا کولی چې ژوند پرې جوړ کړي.»
داسې شرایطو کې چې د کورنۍ نارینه غړو په دلیل یې ښځې زیانمنې شوي، د ښځو حقونو فعالان وايي، د زیانمنېدو د دغې کچې کموالي لپاره د ښځو ملاتړو پروګرامونو ته اړتیا ده.
د ښځو د حقونو فعالې تهمینې منګل په دې اړه وویل:
«داچې یوه کور کې نارینه په نشو روږدی وي، اغېز یې پر ښځو ډېر زیات دی. ښځې داسې کس سره چې په نشو روږدی وي، له سختو رواني شرایطو سره مخ کیږي. ټولنه کې ورسره تبعیض کیږي او بد چلند سره مخ وي. ټولنه او حکومت باید د ښځو ملاتړ لپاره اقدام وکړي او د هغوی ملاتړ لپاره مرکزونه جوړ کړي او د وړتیاوو پروګرامونه ولري. د هغوی لپاره کاري یا د مهارتونو پروګرامونه رامنځ ته کړي.»
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د مشخصو شمېرو له وړاندې کولو پرته وايي، دې وروستیو کلونو کې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر کم شوی دی.
«کومه سروې چې ۲۰۱۵ کال کې شوې نژدې ۳.۵ میلیون کسان په مخدره توکو روږدي وو. اوس دغه شمېر کم شوی. مونږ نژدې ۶۶ فعاله روغتونونه لرو چې په کې ۱۵ زره روږدي تر درملنې لاندې دي، کابل کې مونږ زر بستریز روغتون لرو، کندهار، ننګرهار، نیمروز او نورو ولایتونو کې روږدو مېرمنو او ماشومانو لپاره مرکزونه لرو. تراوسه کره سروې نه ده شوې، کوښښ کوو چې کره سروې ولرو، شمېر هماغه دي چې ۸۵زره درملنه شوي او ۳.۵ میلیون روږدي دي.»
د نورو عواملو ترڅنګ، تېرو کلونو کې هېواد کې د مخدره توکو تولید او ورته اسانه لاسرسی لامل شوی چې افغانستان کې میلیونونه کسان پرې روږدي شي.






