که څه هم د جمهوريت پرمهال د حقوقو او سیاسي علومو له څانګو د فارغانو کچې ته په کتو، کاري فرصتونه کم وو، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته دغه فرصتونه په نشت حساب دي.
سلاموطندار په دغه رپوټ کې، د حقوقو او سیاسي علومو له څانګو د فارغانو د بېکارۍ لاملونو مشخصولو لپاره، د دغو څانګو له ۲۱ فارغانو سره چې ۱۰ یې نجونې او ۱۱ یې هلکان دي او دامهال بېکاره دي، خبرې کړي دي. د دغو ۲۱ فارغانو له ډلې ۱۴ یې واسطه، شخصي او قومي اړیکې او رشوتاخېستل د بېکاره پاتې کېدو لامل بولي او ۷ نور یې د کاري فرصتونو او د حکومت د ملاتړ نهشتون د اوزګارتیا لامل بولي.
د کابل اوسېدونکې ۲۶کلنه عارفه حمیدي چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د قضا او څارنوالۍ په څانګه کې یې زدهکړې کړي او وايي، داچې شخصي اړیکې نهلري، د کار په پیدا کولو نهده بریالۍ شوې. هغې وویل، سره له دې چې د افغانستان حقوقي-قضايي برخه کې د زدهکړو پرمهال یې ډېرې سختۍ ګاللي، خو دغه برخه کې د هغو کسانو لپاره د کار زمینه برابره ده چې پېسې او یا ښې اړیکې لري. «دغه برخه کې هغه کسان کار ترلاسه کوي چې ډېرې پیسې لري، یا شخصي اړیکې ولري، یانې مونږ چې یو یې هم نهلرو، باید هېر یې کړو چې یوه ورځ به وکولی شو دغه څانګه کې چې زدهکړې مو کړي، کار پیدا کړو.»
له بلخ ولایت څخه ۲۴کلن امین هم حقوقو پوهنځي کې زدهکړې کړي او اوس له بېکارۍ ځوریږي. هغه د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو نهشتون، رشوت او واسطهبازۍ څخه شکایت کوي. ده وویل: «کله چې فارغه شوم، پوه شوم چې له واسطې پرته کار نه شم پیدا کولای. که پیسې او واسطه ونهلرې، ان تاته یوه ساده دوسیه هم نه درکوي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه رپوټ کې ۷ نورو مرکهشویو د ظرفیت لوړولو لپاره د فرصتونو نهشتون، له ځوانانو د حکومت د ملاتړییزو پروګرامونو نهشتوالی او محدودیتونه د بېکاره پاتې کېدو اصلي لاملونه بولي.
۲۵کلن فرید نوابي د میدانوردک اوسېدونکی دی او نړیوالو اړیکو کې یې لوړې زدهکړې کړي. ځوانانو ته د حکومت نهپام او رشوت د ډیپلوماسۍ او حقوقو په برخه کې د کاري فرصتونو پر وړاندې اصلي خنډونه بولي. «رشوت ورکول او اخیستل ډېر عام شوي او حکومت هم ځوانانو ته اهمیت نه ورکوي؛ دغسې شرایطو کې د ډیپلوماسۍ او حقوقو په برخه کې کار کولو اسانه نه دي.»
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغه شوې ثریا احمدي له فراغت وروسته د روزنیزو پروګرامونو او عملي سیمینارونو نهشتون د دغې څانګې د فارغانو پر وړاندې نورې ننګونې بولي. د هغې په اند، د پوهنتون درسونه تر ډېره تیوري دي او فارغان حقوقي برخه کې د کار کولو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو ته اړتیا لري. «د ظرفیت لپاره هېڅ پروګرام یا سیمینار نشته، څو پوه شو چې څنګه باید حقوقي برخه کې کارو کړو؛ یوازې مو تیوري درسونه لوستي، که واقعآ غواړي چې د حقوق په برخه کې ځوانان فعالیت ولري، باید سیمینارونه او روزنیز پروګرامونه ډېر شي.»
د کابل اوسېدونکې ۲۵کلنې نازنین شریفي هم نړیوالو اړیکو کې زدهکړې کړي. هغه د ښځو او نجونو پر وړاندې ټولنیز او زدهکړییز محدودیتونه د دوی د فعالیتونو لپاره جدي خنډ بولي. هغه په دې باور ده چې نه یوازې له نجونو د زدهکړو فرصت اخیستل شوی، بلکې له پوهنتون څخه فارغانې هم د کار کولو حق نهلري. «زمونږ د نجونو لپاره هېڅ لار نشته، له یوې خوا د زدهکړو اجازه نه لرو او بلخوا که چا زدهکړې کړي هم وي، د کار اجازه نه ورکوي. ان ښځو ته یو اداري کار هم نه ورکول کیږي، پاتې شوه دا چې یوه ښځه دې له هېواده بهر د افغانستان استازیتوب وکړي.»
دې سره، د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان د تحصیلي نصاب ټيټ کیفیت له پوهنتونونو د فارغانو د بېکاره پاتې کېدو مهم لامل بولي. د دوی په اند، دولتي بستونو کې د تخصص او استعداد پر اساس د ځوانانو د ګمارنې سیستم نهشتوالی د ځوانانو ترمنخ د بېکارۍ زیاتېدو اصلي لامل دی.
د نړیوالو چارو شنونکي حبیبالله جعفري د حقوقو او سیاسي علومو له څانګو د فارغانو د بېکارۍ یو اصلي لامل، د کاري فرصتونو ناعادلانه وېش دی. «په واقعیت کې دلته کاري فرصتونه د اړیکو په اساس وېشل کیږي، نه د تخصص په اساس. دا هم لامل دی چې زمونږ ځوان نسل بېکاره پاتې کیږي او بدبختانه د یوه سرګردانه نسل په توګه نورو هېوادونو ته په کډوالۍ روانیږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د نړیوالو چارو بل کارپوه سید شفیق الله سادات په دې باور دی چې حکومت د عادلانه کاري فرصتونو په رامنځ ته کلوو او د مناسبه سیاستونو په غوره کولو سره کولی شي، د ځوانانو ترمنځ د بېکارۍ کچې راکمولو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي. هغه زیاتوي چې «اوس د نړیوالو اړیکو څانګې ترڅنګ، نورو برخو کې هم کاري فرصتونه محدود دي، حکومت دې دولتي پوستونه د تخصص پر اساس ووېشي او ښایسته سالارۍ ته دې پام وکړي. د بېکارۍ یو لامل دا دی چې یو څوک د تخصص او وړتیا پر اساس دولتي بست کې نه ګمارل کیږي.»
د حقوقي مسایلو کارپوه محمد رحیمي هم ټینګار کوي چې د حقوقو او سیاسي علومو فارغانو لپاره کاري فرصتونه نشته او په کار ده چې محاکمو کې متخصص او وړ کسان په کار وګمارل شي. «د هغو کسانو لپاره چې حقوقو، قضا، څارنوالۍ او یا نړیوالو اړیکو کې یې زدهکړې کړي، کاري فرصتونه نشته. د پوهنتون پرمهال زدهکړیالانو ته د حقوقو، قضا او څارنوالۍ په برخو کې تدریس کیږي. هغوی ته د میراث حقوق، مدني حقوق، نړیوال جزايي حقوق ورښوول کیږي، خو یوازې مشخص کسان چې ان سواد هم نهلري په دندو ګمارل کیږي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د حکومت په جوړښت کي حقوقي برخه کې د ځوانانو د جذب پر اړتیا ټینګار کوي او وايي، سرپرست حکومت هڅه کوي چې د وړتیا لرونکو ځوانانو لپاره مناسب کاري فرصتونه برابر کړي. «کومو کسانو چې حقوقو کې زدهکړې کړي او یا نورو برخو کې زدهکړې لري، ټولنه او نظام ورته اړتیا لري او د اړتیا پرمهال به مختلفو ادارو کې جذب شي او له دې لارې به خلکو ته خدمت وکړي، اسلامي امارت ټولو هغو افغانانو ته چې استعداد او وړتیا لري، کاري فرصت برابروي.»
افغانستان کې هر کال زرګونه تنه د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د حقوقو او سیاسي علومو له څانګو فارغیږي، خو د کاري فرصتونو نهشتون په دلیل، ګڼ شمېر دغه ځوانان له فراغت وروسته بېکارۍ او نامالومه برخلیک سره مخ کیږي.






