د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما وايي چې د دغه سازمان د امنیت شورا نن (د لیندۍ ۲۹مه، د چهارشنبې ورځ) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوناما لیکلي چې ټاکل شوې دا غونډه د نیویارک پر وخت لس بجې او د افغانستان پر وخت د ماښام په اووهنیمو بجو جوړه شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان په اړه معلومات ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما د دې غونډې د موضوع او اجندا په اړه څه نهدي ویلي.