د شهیدانو او معلولانو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې هېواد کې یې د معلولانو، یتیمانو او کونډو د شږو میاشتو د حقوقو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د شهیدانو او معلولانو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني په دغه خبري ناسته کې وویل چې یاد وزارت ۱۳.۵ ملیارده افغانۍ ځانګړې چې پرمټ به یې معلولانو، یتیمانو او کونډو ته د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی همداراز وايي چې په ټول هېواد کې د معلولینو شمېر ۱۱۲۳۱۸ کسان دي چې په وینا یې، د شهیدانو د ورثهوو کره شمېر له دغه وزارت سره تراوسه نه دی ثبت شوی.
د شهیدانو او معلولانو وزارت مسوولان زیاتوي چې د معلولانو او شهیدانو ورثهوو ته د امتیازاتو د ورکړې په جوړښت کې یې یو لړ بدلونونه راوستلي دي.
د معاشونو په کچه کې بدلون، د زرګونو خیالي معلولانو او د شهیدانو د ورثهوو لرې کول او د یاد وزارت د یو لړ بستونو ارتقا هغه اصلاحات دي چې دغه وزارت ترسره کړي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې معلولینو او د شهیدانو ورثهوو په وار وار د خپلو امتیازاتو د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو او ځنډ له امله شکایت کاوه.