د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا برخې رییس الکسانډر مټیو او ورسره مل پلاوي له امیرخان متقي سره لیدلي دي.
د نوموړي په وینا، امیرخان متقي په دې لیدنه کې له سره صلیب څخه غوښتي، څو له افغانانو سره هراړخیزې مرستې وکړي او د کورنیو روغتونونو تجهیز ته ځانګړی پام وکړي.
هغه زیاته کړې چې امیرخان متقي په افغانستان کې د سرې میاشتې خدمتونه، همکارۍ او فعالیتونه ستایلي او د سره صلیب پلاوي ته یې هغه سیمې په ګوته کړي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د تکل د معلوماتو له مخې، الکسانډر مټیو په دې لیدنه کې لومړی امیرخان متقي ته د سرې میاشتې ټولنې د فعالیتونو راپور ورکړی او د سرپرست حکومت، په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت له همکارۍ یې مننه کړې ده.
د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا برخې رییس د خپل په یوه برخه کې ویلي چې تېر کال یې د روغتیا، اوبو رسونې او طبیعي پېښو ته د رسېدو برخو کې پنځه میلیونه افغانانو ته ۲۸ میلیونه سویسي فرانک مرستې رسولې دي.
امیرخان متقي د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا برخې له رییس څخه غوښتي چې «نړیوالو ته د افغانستان د وضعیت اړوند د سترګو لیدلی حال او رښتینی تصویر ورسوي.»