له څو ورځو راهیسې په کابل کې د سرپرست حکومت له خوا د یوې لویې غونډې د جوړېدو خبرونه ورکړل شوي، خو تراوسه د یادې ناستې د اجنډا او څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

په همدې تړاو په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب هم خپور شوی چې دیني علما او قومي متنفذین په دې شرط چې د اسلامي امارت مجاهدین وي په دې غونډه کې ګډون کولی شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه مکتوب پر بنسټ، ټاکل شوې دا ناسته د چنګاښ په ۸مه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي، خو اوس چې دې غونډې ته یوه ورځ پاتې ده، د سرپرست حکومت ویاندویانو د دې غونډې اجنډا او موخې په اړه ناخبري ښیي.

ویل کېږي چې له اسلامي امارت سره بیعت هم د دې غونډې په اجنډا کې شامل دی. خو د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي د دې ناستې ترسره کېدل تاییدوي. هغه سلام‌‌وطندار ته وویل، دا چې دیني علما اسلامي امارت سره بیعت کوي که نه، د ناستې په پای کې به معلوم شي.

په همدې حال کې یوشمېر سیاسي شنونکي د دې ډول غونډو ترسره کېدل د هېواد پر وضعیت ګټور نه بولي او وایي چې دا یوه خپل‌منځي ناسته ده.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وایي: «هغه غونډه کې چې په افغانستان کې دننه شته ستونزې حل نه کړي او د واک انحصار ته د پای ټکی کېنږدي، ګټور نه دی او د هغو میلمنو بیعت چې د دوی په خوښه وي، کورني او بهرني مشروعیت نه لري.»

بل سیاسي شنونکی ولي فروزان هم وایي: «که زر ځلې هم داسې جرګې وشي، پایله نه لري او کومه هیله ترې نه ترلاسه کېږي، ځکه ګډونوال یې ټول د حکومت کسان دي.»

خو یوشمېر نور شنونکي وايي، له راتلونکې غونډې څخه  یوازینۍ هیله دا ده چې نجونو ته اجازه ورکوي څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په اوکراین کې د افغانستان پخواني سفیر سردار محمدرحمان اوغلي سلام‌وطندار ته وویل: «په دې غونډه کې دیني علما کولی شي چې مشوره ورکړي څو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو فکر نه کوم چې دا غونډه د ټول‌شموله حکومت او ټولنیز عدالت او د ټولنې ټولو اقشارو حقونو په اړه ګټور وي.»

په ورته وخت کې د رسنیو په ځانګړې توګه د انځوریزو رسنیو په نه‌شتون کې د دغې غونډې د ترسره کېدو په اړه اندېښنې هم شته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام