د امریکا غږ د راپور له مخې، د امريکا د متحدو ایالاتو په مرکز واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت او د نیویارک او لاس انجلس په ښارونو کې یې قونسلګرۍ وتړل شوې.

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي امریکا غږ ته ویلي چې په امریکا کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو مسوولیت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ښاغلي نجرابي په وینا، له دې وروسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هغه هېواد کې د افغانستان د شتمنیو د ساتلو مسوول وي.

د افغانستان د سفارت مسوولیت د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۶مه د واشنګټن په وخت د غرمې ۱۲:۰۰ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسوولانو ته وسپارل شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالهادي نجرابي ویلي چې ښايي په کاناډا کې د افغانستان سفارت امریکا کې مېشتو افغانانو ته قونسلي خدمتونه وړاندې کړي، خو زیاته کړې چې په دې اړه لا نهايي پرېکړه نه ده شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام