ټلګراف ورځپاڼې د اسلامي امارت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی، لیکلي چې د پوهنې وزارت پخوانی سرپرست نورالله منیر د نجونو ښوونځیو د پرانېستو ملاتړ له کبله ګوښه شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې د پوهنې وزارت نوی سرپرست حبیب‌الله اغا « تُندروه، محافظه‌کاره او د نجونو زده‌کړو مخالف دی.»

د کندهار د علماوو شورا پخوانی رییس حبیب‌الله اغا د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخوندزاده نږدې کس دی چې تازه د پوهنې وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي ټلګراف ته ویلي چې «هبت‌الله اخوندزاده د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه داسې کس ټاکلی چې د اسلامي امارت د یوې کړۍ غړی دی او د نجونو او ښځو د زده‌کړو سخت مخالف دی.»

د پوهنې وزارت نوی سرپرست حبیب‌الله اغا

د دغه چارواکي په خبره، د پوهنې وزارت ګوښه شوی سرپرست هغه څوک و چې په وري میاشت کې یې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو پرانېستو وړاندیز په مستقیم ډول د اسلامي امارت مشر ته وکړ.

د اسلامي امارت دغه چارواکي زیاته کړې چې منیر «درې ورځې په تمه شو، خو وړاندیز یې رد شو او د ده د شرمېدو او سختې ناهیلۍ لامل شو.»

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې په‌کې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري.

یاد چارواکي ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې له هبت‌الله اخوندزاده پرته د اسلامي امارت ډېری چارواکي د نجونو زده‌کړو پلویان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي ټلګراف ته زیاته کړې: «د اسلامي امارت ډېری چارواکي غواړي چې د نجونو زده‌کړو د مخنیوي پروړاندې غږ اوچت کړي، خو د خلکو پر وړاندې د دغه کار جرات نه لري.»

د پوهنې وزارت مخکیني سرپرست نورالله منیر د وږي میاشتې په شلمه روزګان ته د سفر پر مهال ویلي و چې خلک خپله نه غواړي، څو یې شپاړلس یا اووه‌لس کلنې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي. د نوموړي دغو څرګندونو د خلکو توند غبرګونونه را وپارول او په یوه غږ یې وویل چې خپلې لوڼې، خویندې او ان مېرمنې به د زده‌کړو لپاره ښوونځيو او پوهنتونونو ته لېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام