![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/12/Saving-money-in-Afghanistan-qyc91fafa2d7n1887utqx7widfmmjdr6f2lz5qku4o-300x195.jpg)
له مالي ملاتړ پرته راتلونکې؛ د ځوانانو ترمنځ د سپما دود نهدی بنسټیز شوی
سلاموطندار له یوشمېر ځوانانو سره د دوی په ژوند کې د «پیسو سپما» په اړه د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه ځوانان د اقتصادي ستونزو، د ژوند لوړو لګښتونو او نورو خنډونو له امله نهدي توانېږي چې سپما وکړي. د دې مرکې د ۵۰ ځوانانو له ډلې، ۲۷ یې، وايي، هېڅ سپما شوې پیسې نهلري.