د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او مرستیال یې د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي
سيانان خبري شبکې خبر ورکړی چې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او د هغه مرستیال له ۱۴ نورو کسانو سره د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.
سيانان خبري شبکې خبر ورکړی چې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او د هغه مرستیال له ۱۴ نورو کسانو سره د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د تلې ۲۸مه راپور ورکړی چې ټيټيپي (پاکستاني طا لبانو تحریک) د خېبرپښتونخوا د خوراک او لوبو له وزیر عاطف خان
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، نړۍ باید افغانستان کې د وضعیت ښهوالي په موخه له یوه بل سره همکاري وکړي او افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې کړي دي.
وروسته له هغې چې د پاکستان پارلمان د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه او هغه یې له واک څخه لرې کړ، اوس د هغه د ځای ناستي ټاکلو لپاره هڅې روانې دي.
د رییسالوزرا د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر سلاموطندار ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګيي نن کابل ته سفر کړی او ملا عبدالغني برادر سره یې لیدلي. دغه لیدنه کې ملا برادر چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو ډاډ روکړی چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه ناسته د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په وروستیو اوونیو کې د چین په پلازمېنه پکن کې جوړه شي.
د روسیې تاس خبري اژانس د یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او په د دغه هېواد د وضعیت له امله د ټاپي پروژې چارې ځنډول شوې دي. د ټاپي پروژې له لارې له ترکمنستان څخه د افغانستان له خاورې پاکستان او هند ته ګاز لېږدول کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ چارو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې پاکستان ته د دوی د سفر په ترڅ کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ابتا تړون بیا عملی کېدو، په دواړو هېوادونو کې د صنعت، پانګونې، ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې په ګڼو اسانتیاو هوکړه شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د معرفي کېدو غونډې ته وویل چې اوس د ۲۰۰۰م کال دوره نه ده او اسلامي امارت نړۍ سره ښې او ژورې اړیکې لري.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب سلاموطندارته ویلي، تمه ده سبا د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ غونډه جوړه شي.
د المان د دفاع وزیر انهګرت کرامپ کارنباوئر ویلي چې له افغانستان څخه یې ټول الماني سرتیري اېستلي او په دغه هېواد کې یې خپل ۲۰کلن ماموریت پای ته رسولی دی. په افغانستان کې د المان د وروستیو دوه لسیزو پوځي حضور د دغه هېواد تر ټولو مرګونی ماموریت ګڼل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د سولې ویجاړوونکي هغه کسان دي چې جګړهیې ګړندۍ او په افغانستان کې یې وینې تویولو ته دوام ورکړی دی. کابل دغه غبرګون په داسې حال کې ښوولی چې پرون ناوخته د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته درلوده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون