روزګان کې یوه کس خپله مېرمن په وهلو ډبولو وژلې
روزګان کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې بېګاه شپه یوه کس خپله مېرمن په وهلو ډبولو وژلې ده.
روزګان کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې بېګاه شپه یوه کس خپله مېرمن په وهلو ډبولو وژلې ده.
بامیانو کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي په «سولیج» کلي کې یو دیني عالم د یوې ۱۷کلنې نجلۍ د تښتولو پرمهال د ا.ا د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط، ویلي چې یاد دیني عالم سیدتقي علوي نومېږي او د دایکندي ولسوالي د سنګتخت او بندر ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی.
د هلمند محلي مسوولان وايي چې پرون له غرمې وړاندې د یاد ولایت په خانشین ولسوالي کې یوه پلار خپل شپږ کلن زوی وهلی ډبولی چې له امله یې ساه ورکړې ده.
د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې پرون د چاریکار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ا.ا ځواکونو یو شکمن ځوان چې د ښځو لباس یې اغوستی و، په یوه چکپواینټ کې نیولی دی.
بامیان کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي، د دغه ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري عبدالفتاح تېره اوونۍ د بامیان د والي عبدالله سرحدي ساتونکو نیولی او له دندې ګوښه شوی دی. د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني د یاد خبر د تایید ترڅنګ ویلي، عبدالفتاح په کاري چارو کې د سرغړونې په تور له دندې ګوښه کړل شوی دی.
د رزوګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالي کې یې یو کس د خپل ماما د وژنې په تور نیولی دی.
د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اوسېدونکي وایي چې پرون د دغې ولسوالي په پنج پای سیمه کې یو کس خپل مور وژلې او خپله مېرمن یې ټپي کړې ده.
د کونړ ولایت چارواکي وايي، هغه امنيتي سرتېرى يې نيولى چې په يو چېکپواينټ کې یې د بريد پر مهال يو ځوان وژلى او يو بل يې ټپي کړى و. چارواکي زیاتو چې دغه پېښه پرون د دې ولايت په شيګل ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د واده د وراه يوه موټر له چيک پواينټ څخه تېرېده.
د کابل د امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د پلازمېنې کابل د اوومې امنیتي حوزې اړوند «جای رییس» سیمه کې یې یو کس د یوې ښځې او د هغې د دوو لورګانو د وژنې په تور نیولی دی.
د تخار لپاره د اسلامي امارت د اطلاعات او فرهنګ رییس انصارالله انصار ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د نوید په نوم د یوه کوچني ماشوم څخه د سر پرې کولو په تور یو کس نیولی دی.
په زابل کې یوه باوري سرچینه سلاموطندار ته وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت شینکۍ ولسوالي نن سهار د پوځ د یوه کنډک د خوشې کولو په بدل کې وسلهوالو طالبانو ته ورسپارلې ده.
د سرچینې په وینا، په دغه ولسوالي کي د ملي اردو یواځینی کنډک نن سهار وسلهوالو طالبانو ته په دې شرط ور تسلیم شوی چي په دغه کنډک کي ټولو مسوولانو ته به اجازه ورکول کیږي، څو مرکز کلات ته ولاړ شي.
د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ملي امنیت سرتېرو د داعش ډلې ۴۰۸ مهم غړي نیولي چې ډېری یې پاکستانیان دي. هغه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې ۱۷۳ ماشومان او ۲۹۹ پاکستانیان شامل دي او په خبره یې، د داعش ډلې ۶۰ سلنه جنګیالي پاکستانیان دي. سراج داعش ډله د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او خبرداری ورکوي، که د سیمې هېوادونه یې د کنټرول په برخه کې همکاري ونه کړي، یو ځل بیا به پر پښو ودرېږي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون