تخار کې د معاشونو نه ورکړې په اړه د ډاکټرانو شکایت

د تخار د مرکز تالقانو ښار د دوه‌سوه بستریز روغتون روغتیايي کارکوونکی محمدصابر وايي، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او د ژمي را رسېدو او د خوراکي او سوندتوکو د بیو لوړېدو له کبله ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.
د هغه په خبره، خپلې ستونزې یې د تخار د روغتیا ریاست او د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره شریکې کړي او تمه ده چې حل یې کړي.

د پروان ۱۰۰بستریز ملکي روغتون فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوي

پروان کې ۱۰۰بستریز روغتون یوازینی ولایتي روغتون دی چې سل بستره لري او د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې به پکې هره میاشت ۱۱۰۰ ناروغان بسترېدل او تر ۱۰۰ ډېر د عملیاتو چارې به پکې ترسره کېدې چې اوس یې فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوې دي.

هرات کې ښوونکي د خپلو معاشونو غوښتنه کوي

نن په هرات کې ګڼو ښوونکو په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه. دوی وایي چې له څلورو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د ملي دسترخوان پروګرام د لسګونو کارکوونکو اعتراض

د ملي دسترخوان پروګرام له دوو زرو ډېرو کارکوونکو نن د ADA, SDO, COAR او WADAN موسسو له لوري د معاشونو د نه ورکړې پر وړاندې اعتراض وکړ.
دوی وايي، سره له دې چې په سختو حالاتو کې یې له خلکو سره د مرستې په موخه له یادو موسسو سره کار کړی، خو له پنځو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

ښوونکي: معاشونه مو راکړئ او نجونې زده‌کړو ته پرېږدئ

نن د تلې یا میزان ۱۳مه په هېواد کې د ښوونکي له ملي ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خلک په ځانګړې توګه ښوونکي له ګڼو  اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ښوونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې هر څه ژر معاشونه او نور امتیازات ورکړل شي.

یو‌شمېر ډاکټران د خپلو معاشونو له نه ترلاسه کولو څخه شکایت کوي

 په مرکز کابل او ولایتونو کې یو‌شمېر ډاکټران شکایت کوي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ او د دولتي او خصوصي بنسټونو له تړلي پاتې کېدو وروسته، د بانکونو بندېدو هم یو لړ ننګونې رامنځ ته کړي او لامل شوي چې معاشونه یې په وخت ور نه‌کړل شي. دوی وایي، د پخوا په څېر خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو د معاشونو نه‌شتون اندېښمن کړي دي.

پکتيا او خوست کې د ډاکټرانو کار‌بندیز

په پکتيا او خوست ولایتونو کې ډاکټرانو او د روغتيا برخې کارکوونکو د عامې روغتیا وزارت له لوري له تېرو څلورو مياشتو د دوی د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې کاربندیز کړی او په دغه ولایتونو کې یې د عامې روغتیا ریاست دروازې د اعتراض په توګه تړلي دي.

د ناړۍ ولسوالي ښوونکي: پر وخت معاشونه نه راکول کېږي

د کونړ د ناړۍ ولسوالي ښوونکو پرون د دغه ولسوالي په مرکز کې اعتراضیه ناسته کړې او له څو ورځو راهیسې یې په دغه ولسوالي کې د تدریسي بهیر هم درولی دی.

دوی وايي، له یوې خوا ورته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له بل پلوه معاشونو پسې مرکز اسداباد ته ورځي چې د لارې او ناسم امنیتي وضعیت له امله نه شي کولای پر وخت معاشونه ترلاسه کړي.

د کوه‌دامن په ۷ ولسوالیو کې د ډاکټرانو کار بندیز

د کابل شمال د کوه‌دامن په اوو ولسوالیو کې محلي او روغتیایي مسوولان، په دغو ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د کاربندیز له امله د روغتیایي چوپړتیاوو د بندېدو خبر ورکوي. د کابل په ۷ ولسوالیو میربچه‌کوټ، قره‌باغ، کلکان، اسټالف، ګل‌دره، فرزه او شکردره کې روغتیایي کار‌کوونکو او ډاکټرانو کاربندیز کړی.