د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون: ناقانونه چلن او محدودیت به د رسنیو نیمڅی ورټول کړي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له خبریالانو او رسنیو سره ناقانونه چلن او محدودیت به د رسنیو نیمڅی ورټول کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت د کورنیو رسنیو پرمټ د یو‌شمېر نړیوالو رسنیو پر ټلوېزیوني نشراتو هم بندیز لګولی دی.

زده‌کړیالان: د لوړو زده‌کړو وزارت محدودیتونه به زده‌کړه‌ییز ناورین رامنځته کړي

د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د یو لړ بندیزونو د لګولو په غبرګون کې یو‌شمېر زده‌کړیالان وايي چې دغه محدودیتونه به زده‌کړه‌ییز نظام له ستونزو سره مخ کړي.

د مارچ اتمه؛ د بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې محدودیت او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي

د بښنې نړیوال سازمان د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، د نړۍ ټولو دولتونو ته یو لیک استولی او په کې یې له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او ورڅخه ملاتړ او څارنه وکړي.

سیګار: د ښځو پر کار محدودیت به د افغانستان اقتصاد یو میلیارد ډالر زیانمن کړي

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیزونو لګول به د دغه هېواد اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان ور واړوي. سیګار د ملګرو‌ملتونو پراختیايي پروګرام د رپوټ پر بنسټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ښځو پر کار بندیز د دې لامل هم شوی چې د افغانستان ناخالص تولید پنځه سلنه راټيټ شي.

۹۰ سلنه خبریالان معلوماتو ته لاسرسی نه‌لري

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي وضعیت په اړه د خپلې تازه نظرپوښتنې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې. د شوې نظرپوښتنې پربنسټ، تر ۹۰ سلنې زیات خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.

د غالیو د صادراتو ټولنه: د غالیو په تولید او صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د غالیو د صادراتو ټولنې مشر نوراحمد نوري سلام‌وطندار ته وايي، سره له دې چې د غالیو د تولید او صادراتو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي، خو په تولید او صادراتو کې یې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړي زیاته کړه چې د هوا له لارې لس سلنه صادرات لري او له ۹۰ سلنې ډېر بیا د پاکستان له لارې ترسره کېږي.

سیګار: روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار هېواد کې د ښځو د وضعیت څرنګوالي څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی  محدود شوی دی. خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ښځو د محدودیت لګول او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي محدودېدل ردوي.