افغانستان کې د مېرمنو وژنې او ځانوژنې پېښو ارزونې په اړه د سلاموطندار ارزونې ښيي چې د ۱۴۰۳کال پرمهال رسنیو په هېواد کې د وژنې او ځانوژنې د ۹۲ پېښو راپور ورکړی دی.
دغه شمېرې ښيي چې په منځنۍ کچه رسنیو کې هره میاشت د مېرمنو د وژنې او ځانوژنې اته پېښې ثبت شوي دي. د سلاموطندار د موندنو له مخې، دغه کال کې ۶۸ د وژنې او ۲۴ د ځانوژنې پېښې ثبت شوي دي.
همداراز د سلاموطندار موندنې ښيي چې له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۳ کالونو ترمنځ افغانستان کې د مېرمنو د وژنې او ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي. په ورته مهال په رسنیو کې ثبت شوې پېښې د کلونو په اوږدو کې توپیر لري. په دې موده کې ۳۲۳ د وژنې او ځانوژنې پېښې راپور شوي دي.
د ۱۴۰۰ کال دویمه نیمايي کې بیا ۱۶ پېښې چې ۱۴۰۱ کال کې ۸۴ پېښو ته لوړې شوې دي. په ۱۴۰۲کال کې دا شمېر ۱۳۱ ته لوړ شوی، خو ۱۴۰۳کال کې بیا ۹۲ پېښې ثبت شوي دي.
مخکیني حکومت پرمهال حقوقپوه او مدافع وکیله، بهشته عليخېل وايي، دا یوازې هغه شمېرې دي چې رسنیو راپور ورکړی او افغانستان ورته پېښې د کورنیو له لوري نه په ډاګه کېږي.
هغې وویل: «ځانوژنې اصلا علني کېږي نه، رسنیو ته راپور نهورکول کېږي، ځکه ټولنه، د کس کورنۍ، ملګري او خپلوان مقصر ګڼي او د پټولو لپاره یې، نه غواړي علني یا ښکاره شي، د ښځو د ځانوژنې پېښې ډېرې دي.»
دا ارزونه همداراز ښيي چې تېرکال د پېښو شویو ځانوژنې او وژنې ۳۹ پېښو لامل ناڅرګند او ګونګ او ۵۳ نورو بیا ځانګړی دلیل لري. له دې ډلې ۳۵ پېښې د کورني تاوتریخوالي، اته د جبري وادونو، درې د غلا او یوه یوه هم د زنا، باکره، رواني ستونزو، له خاوند د حق غوښتلو، له زندان تر ازادېدو وروسته او جنسي تېري پېښې وې.
په دې پېښو کې تر ډېره خاوندان د قتل عاملان بلل شوي دي. د وژنې ۸۶ پېښو څخه ۱۹ د خاوند، ۱۸ د ناپېژنده کسانو، اووه د ورور، څلور د پلار، درې د زوی، درې د غلو، دوه د خسر او یو هم د ماما له لوري او نهه د وژنې پېښې هم ګونګې پاتې دي.
دغه وژنې په بېلابېلو بڼو شوي چې له ډلې یې، ۲۹ یې د وسلې، ۱۹ د چړې، تبر یا تېشې، ۱۵ د زندۍ، نهه د زهر په خوړلو، د موږک درملو او یا تېزاب، پنځه زندۍ، درې د ډزو، یو د سنګسار او یوه پېښه هم څاه د لوېدو له امل ترسره شوي دي.
وژل شویو مېرمنو کې واده شوې او پېغلې نجونې شاملې دي چې عمرونه توپیر لري چې ۳۸ مېرمنې له ۳۰ کلونو کم عمره دي. د دې ارزونې له مخې، ډېری وژنې او ځانوژنې په فاریاب، ننګرهار، کاپیسا ا کندهار ولایتونو کې شوې دي.
په ۱۴۰۳ کال کې رسنیو کې د ۹۲ ځانوژنې او وژنو پېښو له ډلې، ۴۴ د اطلاعاتو روز ورځپاڼې، ۲۹ د هشت صبح ورځپاڼې، ۱۵ د سلاموطندار او څلور هم د بانوان افغانستان خبري اژانس لهخوا خپرې شوې دي.
د سلاموطندار ارزونې داسې مهال د مېرمنو د وژنې او ځانوژنې د پېښو ډېروالی ښيي چې دا شمېرې د مېرمنو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. څارونکي او د مېرمنو حقونو برخې فعالان خبرداری ورکوي چې دې برخه باید جدي اقدامات وشي، ګنې وضعیت به نور هم کړکېچن شي.
د مخکیني حکومت پرمهال حقوقپوه او مدافع وکیله امن بسمل وايي چې د روان وضعیت دوام به کورنۍ، ټولنې او فرهنګ ته ناوړه پایلې ولري.
هغې وویل: «د وژنې او ځان وژنې دغه پېښې منفي پایلې لري. د بېلګې په توګه دغه وژنې ښځې منفي فکر کولو او ناهیلۍ ته هڅوي، د هغوی پر رواني حالت او ټولنې اغېز کوي. پر ټولنې د باور کچه راکموي، جنسیتي نابرابري غښتلې کوي، د زیانمنو ښځو هویت، ټولنې او ان فرهنګ ته زیان رسوي او پرې اغېز کوي.»
دیني عالمان هم وايي چې اسلام کې ځان وژنه منع ده او حکومت مسوول دی چې د دغو مواردو مخنیوي لپاره هڅې وکړي او هغه خنډونه له منځه یوسي چې د ځان وژنې لامل کیږي. همدارنګه دیني عالمان ټولنه کې د ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي.
دیني عالم عطاءالله انس په دې اړه وویل: «له دیني اړخه اسلام کې ځان وژنه منع ده او یوه ستره ګناه ورته ویل شوي. اسلام کې ټینګار شوی چې د انسان ژوند د الله تعالی په اراده دی. پرته له شکه چې دې برخه کې حکومت او نظام لومړی درجه مسوول دی. که چېرې فقر وي، کورنۍ او فرهنګي ستونزې وي، کاري فرصتونه نه وي، یا نور خنډونه ووسي چې د ښځو د ځان وژنې لامل کیږي، باید له منځه یوړل شي.»
کارپوهانو سره د سلاموطندار د مرکو پر بنسټ، د کورنیو فشارونو، کورني تاوتریخوالي، د ملاتړییزو قوانینو نه عملي کېدو، جنسیتي نابرابریو او عدالت ته د ښځو نهلاسرسي په دلیل د ښځو ځان وژنې پېښې ډیریږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عدلي او قضايي مرکز پخوانی څارنوالی او حقوقي کارپوه سید عباس امینیان وايي، کورني او ټولنیز فشارونه، له ښځو د ملاتړییزو پروګرامونو نه شتون، د قانوني تګلارو له منځه وړل، د ښځو حقونو د ملاتړو بنسټونو منحل کېدل، جنسیتي نابرابري او عدالت ته د ښځو نهلاسرسی افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې او وژنو د زیاتېدو اصلي لاملونه بلل کیږي.
هغه زیاتوي چې: «افغانستان کې ټولنیز فشارونه، د بشري حقونو له جدي بحرانونو څخه شمېرل کیږي. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون چې په ۱۳۸۸ کال کې د جمهوري نظام پرمهال تصویب شوی اوس عملآ لغوه شوی دی. له ښځو د ملاتړ سازمانونه چې پخوا به یې هغوی ته حقوقي او رواني خدمات وړاندې کول، اوس منحل شوي دي.»
ارواپوهان او د ښځو د حقونو فعالان کورني او ټولنیز فشارونه، پر ښځو د سرپرست حکومت له لوري لګول شوي محدودیتونه، او بېلابېل راوني اختلالات د ښځو د ځان وژنې او وژنې لامل بولي.
د ښځو د حقونو فعالې حُسنا روفي په دې اړه وویل: «هغو ولایتونو کې چې ښځې تاوتریخوالي ته د رسېدو مرکزونو ته لاسرسی نهلري، دغه موارد ډېر دي. خو هغه څه چې نن سبا افغانستان کې تاوتریخوالی نور هم ډېروي، لومړی مورد یې د ښځو لپاره د تعلیمي او تحصیلي زمینو نهشتون دی. ښځې له خپلو حقونو بېبرخې دي، عصري علومو ته لاسرسی نهلري.»
ارواپوهه سویتا حبیبي هم په دې اړه وايي: «ښايي مختلف اختلالات د دې لامل شي چې یو کس د ځان وژنې اقدام وکړي. اختلالات هم بېلابېل عوامل لري، لکه کورني فشارونه، ټولنیز فشارونه او خپله یوه ښځه د خفګان، اضطراب په څېر د اختلالاتو خوا ته بوځي چې دا بیا خپله د ځان وژنې لامل کیږي.»
د سلاموطندار خبریالې هڅه وکړه چې ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ښځو د وژنې او ځان وژنې پېښو شمېرو په اړه د کورنیو چارو وزارت او د سرپرست حکومت د سترې محکمې لیدلوری هم ترلاسه کړي، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالۍ نهشوه.
خو حقوقي کارپوهان وايي، افغانستان کې د ښځو د وژنې او ځان وژنې پېښو کمولو لپاره اړتیا ده چې نړیوال ملاتړ ترلاسه، ملاتړییز صندوقونه رامنځ ته، د ښځو وضعیت مستند شي او د نارینه او د ښځو حقونو مساوي بللو په برخه کې هڅې وشي. د دوی په وینا، دغه اقدامات دې برخه کې ګټور تمامېدی شي.
حقوقي کارپوه عبدالله احمدي هم وویل: «د نړیوالو کړنلارو پر اساس، ښځې کولی شي له خپلو حقونو استفاده وکړي. ملاتړییز پروګرامونه د دغې ستونزې له حل سره مرسته کولی شي. لومړی باید له خطر سره د مخ شویو ښځو ملاتړ لپاره حقوقي میکانیزم جوړ شي.»
دا داسې مهال دی چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت ښوونیزو بنسټونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز مسلې ته اشاره کړې او ویلي، د ښځو ترمنځ د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي دي.
ورته وخت کې د «Middle East Monitor» خپرونې هم رپوټ ورکړی چې ۲۰۲۲ میلادي کال کې افغانستان کې د ځان وژنې ۲۵۰ پېښې ثبت شوي چې ۱۸۸ یې د ښځو اړوند دي.
افغانستان کې د ښځو د وژنې او ځان وژنې پېښې داسې مهال زیاتې شوي چې د راپورونو پر اساس، د سیاسي نظام له بدلېدو وړاندې هم هېواد کې د ښځو د وژنې او ځان وژنې پېښو شتون درلود او شمېرې یې د ښځو د ملاتړو بنسټونو له لوري خپرېدې.
مخکیني حکومت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د راپور پر بنسټ، جسمي تاوتریخوالی په ځانګړې توګه وهل ټکول، د بدن غړیو پرېکول او د ښځو قتل له تر ټولو عام تاوتریخوالي بلل کیږي چې ۲۰۲۰ میلادي کال کې یې زیانمنې ښځې قرباني شوي دي.