سلام‌وطندار د هېواد د ۲۸ ولایتونو د ۷۵۱ ځوانانو ترمنخ یوه سروې کړې چې معلومه کړي، په څومره کچه ځوانان د ورځنیو کارونو ترڅنګ، ورزش ته هم وخت ورکوي.

د دې سروې پایلې ښيي چې د ۷۵۱ ځوانانو له ډلې ۴۸۸ یې چې د سروې د ګډونوالو ۶۵سلنه برخه جوړوي، وايي، هره ورځ ورزش کوي. د سروې ۲۶۳کسان چې ۳۵سلنه کېږي، ویلي چې د ځینو لاملونو له امله نه‌شي کولای چې د ورځنیو چارو ترڅنګ ورزش ته هم وخت ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې سروې کې ۴۱۸ نارینه‌وو او ۳۳۳ ښځینه‌وو ګډون کړی و چې د جنسیت له پلوه ترلاسه شوې پایلې ښيي چې د ښځو په پرتله نارینه‌ ډېر ورزش کوي.

په سروې کې د ګډونوالو له ډلې ۴۸۸ کسانو چې ۶۱.۷سلنه کېږي نارینه‌ ګډونوالو ویلي چې د نورو کارونو ترڅنګ ورزش هم کوي. ۱۸۷ ښځې چې د سروې ۳۸.۳سلنه برخه جوړوي، وايي، دوی هم ورزش ته وخت ورکوي.

بل‌خوا سروې کې د نارینه‌وو او ښځینه‌وو ترمنځ د ورزشي تمرینونو د لاملونو په اړه هم څېړنې شوي چې پایلې یې ښي، ځوانان د ځواکمنتیا او ښځې هم د ښکلا لپاره ورزش کوي.

د دې سروې د معلوماتو له مخې، ۷۱.۹سلنه نارینه چې ورزش کوي، وايي، د ځواکمنتیا لپاره ورزش کوي او ۶۶.۴سلنه ښځې چې ورزش کوي، وايي، د دې لپاره ښایسته واوسي او ښکلی بدن ولري، ورزش کوي.

۲۵کلن عرفان چې له تېرو اوو کلونو راهیسې په منظمه توګه ورزش کوي، سلام‌وطندار ته وايي: «لومړیو کې مې فوټبال کاوه او ډېر مې خوښېده، خو اوس وخت نه‌لرم، یوازې نرمښت کوم. هره ورځ کلب ته ځم، لغطې وهم او اوس هم فوټبال کوم، خو کم. یوازې د ساعت تیري لپاره.»

هانیه چې کلونه یې ورزش کاوه، خو اوس د ورزش زمینې نه‌برابرېدو له امله یې ورزش پرېښی، سلام‌وطندار ته وویل: «له مور سره به کلب ته تلم؛ هغه د شکر ناروغي لري؛ ډاکټر ورته وویل چې تمرین وکړئ. پلی تګ یې زنګون ته زیان رسوي، نو موږ به یوځای کلب ته تلو، ما فټنس کاوه، ما غوښتل چې چاغه نه‌شم او وزن مې کم کړم.»

په سروې کې د ځوانانو ترمنځ د ورزش نه‌کولو لاملونه هم څېړل شوي چې د جنسیت له پلوه، د سروې ګډونوالې مېرمنې چې ورزش نه‌کوي، ۶۵.۲سلنه یې وايي، د ورزش زمینې نه‌برابرېدو له امله ورزش نه‌کوي، خو هغه نارینه چې ورزش نه‌‌کوي، ډېرو یې ویلي، وخت ورته نه‌لري.

زهره شمال وايي: «ورزش کول ښه دي، ډېرې ګټې لري، زه هم پوهېږم، خو چېرته ورزش وکړم، موږ درې بلاکه کور کې اوسېږو؟ که کلب وي چې لاړ شو ښه. زما خوښېږي، خو څومره پلی تګ وکړم او هوا هم ککړه ده، د دې پرځای چې روغ شې، ناروغېږې.»

جمیل جویا هم وايي: «زه کار کوم، د ورځې نه‌یم او د شپې هم له کار ستړې یم، زړه مې نه‌کېږي چې کلب ته لاړه شم، تمرین راته ګران دی. اضافه وزن لرم، خو د ورزش حوصله نشته.»

د ورزشي چارو کارپوه شفیق اکبري وايي چې ورزش د ځوانانو ذهني او جسمي سلامتیا لپاره ډېرې ګټې لري. هغه وویل: «ورزش په دې معنی نه‌‌دی چې د یوه مسلکي ورزشکار په توګه ورزش وکړئ چې اتل شئ. ورزش یعنی خپل بدن روغ ساتل، یعنی اضافه وزن او غوړ لرې‌کول دي. دا تمرینات په کور کې هم کېږي.»

بل‌خوا ورزشي روزونکي وايي چې خوانان باید ورزش کولو ته وهڅول شي. کابل کې د یوه کلب مسوول جلال حکمت وویل: «ټولې ورزشي برخې روغتیا ته ګټې لري، خو مسوولان یوازې څو برخو ته پام کوي. زموږ هلکان ډېر تمرین کوي، خو یوازې څو لوبې لرو. که دا لوبې په لوړه کچه جوړې شي، هم ورزش کوي هم روغتیا او هم روحیه اخلي.»

ټولن‌پوه راشد صدیقي هم وویل: «ورزش ځوانانو ته مطلوب مسیر ښيي او د وزګارتیا، اعتیاد او ناارامۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره ښه بدیل دی او حکوت باید له ورزش ملاتړ وکړي او ځوانان ورزش کولو ته وهڅوي.»

د افغانستان المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼی که څه هم ښځو ته د ورزش زمینې برابرولو برخه کې څه نه‌وايي، خو په وینا یې، هڅه کوي چې هېواد کې ځوانانو ته د ورزش زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه وویل: «د ښوونې او روزنې او ورزشي فعالیتونو د ودې په برخه کې باید یادونه وکړم چې د هېواد ورزش اداره ځانګړي پلانونه او پاملرنه لري هم کورنیو ورزشي فعالیتونو کې او هم په بهرنیو سیالیو لپاره. موږ دوه امریتونه او د بدني روزنې چارو ریاستونه جوړ کړي. یود دودیزو لوبو امریت او دویم یو امریت هم د عامه سپورت په نوم جوړ کړی دی. د دغو امریتونو دنده دا ده چې د دوديزو لوبو د پياوړتيا لپاره کار وکړي او هم خلک ورزش ته وهڅوي.»

د سلام‌وطندار د سروې پایلې داسې مهال د ښځو ترمنځ د ورزش کولو کچه کمه ښيي چې هېواد کې د سیاسي بدلونونو راهیسې، ښځې په ښکاره توګه او عامه کلبونو کې د ورزش کولو اجازه نه‌لري او ډېری ورزشي لوبغاړې له هېواده بهر تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام