د روسیې دولتي رسنۍ وايي چې د یاد هېواد ځواکونو د تېرو څه باندې دوو میاشتو پرمهال له اوکراین څخه له ۹۵۰ کیلومټره مربع ډېره خاوره نیولې ده.
د یادو رسنیو د راپورونو له مخې، له ۹۵۰ کیلومټره خاورې تر نیولو وروسته د لومړي ځل لپاره روسي ځواکونو د اوکراین د دنیپروپتروفسک په مرکزي ختیځه سیمه کې یو کلی نیولی دی.
د روسیې دفاع وزارت او د اوکراین چارواکو تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په داسې حال کې چې مسکو او کېیف د احتمالي سولې په تړاو خبرو ته چمتووالی نیسي، د اوکراین سومي سیمه کې د روسیي ځواکونو له لوري د ۲۰۰ کیلومټره مربع سیمې نیول او دنیپروپتروفسک ته تېره میاشت د ځواکونو ننوتلو سره جګړه پراخه شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رویټرز خبري اژانس نن دوشنبه، جون ۳۰مه راپور ورکړی چې روسیه دامهال د اوکراین ۱۱۳۵۸۸ کیلومټره مربع سیمه کنټرولوي چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې د یادې سیمو ترڅنګ، ۹۴۳ کیلومټره خاوره نوره هم د روسي ځواکونو تر واک لاندې راغلې ده.
روسیه وايي چې سولې ته لېوالتیا لري، خو په وینا یې، اوکراین باید له هغو څلورو سیمو تېر شي چې دغه هېواد پرې تر ډېره کنټرول لري.
خو اوکراین او ملاتړي هېوادونه د روسیې دغه غوښتنه د تسلیمۍ په مانا بولي او زیاتوي چې روسیه سوله نهغواړي.


