داسې یوه ټولنه کې چې د ښځو غږ، غوښتنې او ټولنیز حقونه تل له پامه غورځول شوي، ځینې د نورو د غږ پورتهکولو او اطلاع رسولو لپاره هڅې کوي.
یولدوز مسرور ۳۰ کاله وړاندې فاریاب کې زېږېدلې او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې یې، دغه ولایت کې رسنیز فعالیتونه کړي دي. له خبریالۍ سره د هغې مینه له ټولو سختیو او ستونزو سره مل وه، خو دا د ټولو ناخوالو پر وړاندې درېدلې او خپله هیله یې، له لاس نهده ورکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یولدوز مسرور د خبریالۍ پرمهال تل هڅه کړې چې د خپل شخصي ژوند او مسلکي چارو ترمنځ توازن وساتي.
هغه سلاموطندار ته وايي: «په دې موده کې چې د خبریالۍ په کار بوخته یم، تل مې هڅه کړې چې په خپل شخصي ژوند او مسلکي چارو کې توازن وساتم. د دې توازن ساتل مهم دي، د دې لپاره باید یو کاري مهالویش تنظیم کړو چې له ستونزو سره مخ نشو. نو د یوې خبریالې په توګه تراوسه مې دا توازن ساتلی، له دې وروسته هم هڅه کوم چې په همدې ډول پرمخ ولاړه شم.»
یلدز مسرور داسې ټولنه کې خبریالۍ ته مخه کړه چې رسنیو کې د ښځو را څرګندېدل او د هغوی کار له ستونزو لرې نهوه. سره له دې چې رسنیو کې د هغې پر فعالیت نیوکې شوي، خو بیا یې هم خبریالۍ سره د بېسارې مینې له امله دغه برخه کې کار ته دوام ورکړی او د هېڅ ډول فشار یا مخالفت پروا یې ونهکړه.
هغې وویل: «د افغانستان خلک به خصوص دفاریاب خلکو داعادت نه درلوده چي یوه نجلۍ په تصویر کې ظاهره شي یا هم په رادیو کې خبرې وکړي او خپرونه مخګې بوځي،کله کله کې مې ځینې خبرې اوریدلي لکه له شا مې خبرې کولې چې ولې یوه نجلۍ رادیو ته راخي او خپرونه وړاندې کوي خو ما نیکمرغۍ سره په خپل نوم خپرونه مخکې بوله او له چا مې ډار نه درلوده.»
شاوخوا ۳ کاله وړاندې افغانستان کې د سیاسي نظام په بدلېدو سره، د ښځو په ځانګړې توګه د هغوی د ټولنیزو فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه نور هم زیات او د ښځینه خبریالانو لپاره د ستونزو یوه نوې دوره پیل شوه.
دغه وضعیت د یولدوز مسرور په کاري او شخصي ژوند هم دردونکې اغیزې پرې ایښي. دغه خبریاله د خپلو سختو ورځو په هکله وايي: «زه وروسته د نظام له تغییر تقریبا ۳ کاله بیکاره وم، ډیر زیات د یوازېتوب احساس مې کاوه، روحي او رواني حالت مې ښه نه وه، اقتصادي او مالي وضعیت مې هم خراب وو، کله چې بېکاره شوه یو څه موده وروسته مې روح او روان بیخی ستړی شوی و، احساس مې کاوه چې یوه نالوستې یم، اصلا په دې موده کې مې قلم په لاس نهوه اخیستی او د کتاب مخ مې نه وه خلاص کړی.«
دغې بریالۍ او ستړې نه کېدونکې خبریالې چې ۱۵ کاله یې د رسنیو په ډګر کې خلکو او هیواد ته خدمت کړی، له ډېرو ستونزو په تېرېدو وکولی شول چې یو ځل بیا رسنیو ته راستنه شي.
له شاوخوا ۳ کاله ځنډ وروسته رسنیز ډګر ته د یلدز مسرور بیرته راګرځېدل د هغې د زړورتیا او غښتلې ارادې ښکارندويي کوي.
نوموړې وویل: «هغه ورځې ډیرې سختې تېرېدې او بلاخره وروسته له ۳ کلونو مې وکولی شول چې سلاموطندار راډیو سره کار پیل کړم، د سلاموطندار له همکارانو څخه ډېره خوشحاله یم او د هغوی له ښو تجربو څخه ډېر څه زدهکوم.»
مېرمن مسرور رسنیو کې له خپلو همکارانو او ښځینه خبریالانو غواړي چې ستونزو سره له مبارزې هېڅ کله له لاس په سر او ناهیلې نهشي. د سلاموطندارد خبرونو مدیر نجیبالله ارمان یلدز مسرور یوه زړوره خبریاله بولي او وايي، هغې له ټولو سختیو سره سره، بریا ته لار موندلې او تل په خپل کار کې الهام او انرژي راوړي.
نوموړې وویل: «هغه له تجربه لرونکو خبریالانو څخه ده، د یوې خبریالې په توګه یې تل خپلو هڅو ته دوام ورکړی او کارونه یې تلپاتې دي، زه د هغې مېرمنې په هکله خبرې کوم چې له یوې لرې کلیوالې سیمې څخه ده او د خبریالۍ لاره کې ګڼو ننګونو سره مخ شوې. په ریښتیا هم هغه توانیدلې چې ټولنه کې له ستونزو سره مبارزه وکړي، بریالۍ شي او هغه ځای ته ته ورسیړي چې نه یوازې خپله خوښه یې وه، بلکې د ټولنه اړتیا هم وه. هیله لرم چې تل په دې لاره کې بریالۍ واوسي.»
د فاریاب د خبریالانو ملي اتحادیې مسوول قطبالدین کوهي هم د دغې سرلوړې خبریالې په اړه وايي: «له هغې څخه پوره پیژندګوي لرم. تقریبا ۱۵ کاله کیږي چې فاریاب کې په مختلفو رسنیو کې کار کوي. هغه یوه فعاله، باتجربه او هڅانده مېرمن ده، د فاریاب خلکو لپاره د خبر رسونې او پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې یې ارزښتناکه خدمتونه ترسره کړي دي.»
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امر غلام محمد کریمي وايي، فاریاب کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونو په نورمال ډول روان دي او د اطلاعاتو رسولو په برخه کې له خبریالانو سره پوره همکاري کوي.
هغه زیاته کړه: «فاریاب کې د ښځینه خبریالانو فعالیت په عادي توګه روان دی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست دې برخه کې له ښځینه او نورو خبریالانو سره چې په بېلابېلو برخو کې په راډیوګانو، چاپي او غږیزو رسنیو کې کار کوي هیڅ ډول همکاري نه ده سپمولې. دوی ته په ټولو برخو کې د اړینو فعالیتونو لپاره زمینې برابرې دي، خبریالان کولی شي هر ډول مرکې او راپورونه جوړ او تولید کړي.»
د مېرمن یولدوز مسرور نهستړې کېدونکو هڅو ثابته کړې چې د سختو شرایطو او ستونزو پرمهال د هیلو ډېوې هېڅ کله نه مړې کیږي او په دغسې شرایطو کې هیله او اراده موخې ته د رسېدو ستره وسله ده.