یوشمېر کابل ښاریان ګیله کوي چې بشري مرستې ورته نه رسېږي او پهکار ده چې د دغو مرستو پر ځای، دوی ته د کار اسانتیاوې برابرې شي. د کابل اوسېدونکی نثاراحمد سلاموطندار ته ویلي چې له دوو کلونو راهیسې له وزګارتیا کړېږي او بشري مرستې هم ورته نهدي رسېدلي.
هغه زیاتوي: «زه د اووهکسیزې کورنۍ سرپرست یم او له دوو کلونو راهیسې وزګاره یم، هېڅ مرسته مې هم نهده ترلاسه کړې. زه له مرستندویه بنسټونو غواړم چې د دغو مرستو پر ځای، موږ ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی نعمتالله هم ګیله لري چې بشري مرستې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي. هغه هم ټینګار کوي چې د یادو مرستو پر ځای دې خلکو ته کاري بوختیاوې برابرې شي.
د کابل اوسېدونکی همایون انوري هم وايي: «د نغدي مرستې پر ځای، د کاري اسانتیاوو برابرول غوره دي او دا د ځوانانو د بوختیا لامل کېږي او د ناقانونه کډوالۍ مخه هم نیول کېږي.»
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، پر خلکو د مرستو وېشل، د بېوزلۍ کچه نه را ټیټوي او په وینا یې، له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د مرستې رسولو پروژو پر ځای دې افغانستان کې داسې پروژې پلې کړي چې خلکو ته کاري بوختیاوې برابرې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د بېوزلۍ او ناچارۍ کچه هم لوړه شوې ده. که څه هم د اسلامي امارت حکومت د وزګاره افغانانو کره شمېرې نه ورکوي، خو د سیګار د شمېرو پر بنسټ، ښايي په تېر زېږدیز کال کې ۹۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې وي.