د یو شمېر روغتیايي مرکزونو مسوولان د کورونا ویروس ازمويښت لپاره د ملکي هوايي چلند ادارې له انحصار څخه شکایت کوي چې په وینا يې یادې ادارې د کورونا ازمويښت لپاره د سیټي لابراتوار په نوم ټاکلی دی چې د هېواد په لویو هوايي ډګرونو کې به د کورونا ټېسټ کوي خو نورو لابراتوارونو ته يې اجازه نه ده ورکړې.

د وهاج روغتون مشر هاشم وهاج نن په کابل کې خبري ناسته کې وویل، سیټي لابراتوار د رضوان احمدي دی چي نوموړی د ولسمشر سلاکار دی او د یاد لابراتوار ټاکل کېدل هم سیاسي اړخ لري.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم سلام‌وطندار ته وايي، سیټي لابراتوار یوازې د متحده عربي اماراتو څخه د راتلونکيو مسافرو د کورونا ټېسټ کوي د نورو سیمو مسافرو کورونا ټېسټ بېلابېل لابراتوارونه ترسره کوي.

د کورونا ویروس د ټېسټ خصوصي روغتیايي مرکزونو مسوولان همداراز ادعا کوي چي سیټي لابراتوار له خلکو څخه د پیسو غوښتنه کوي او له خلکو څخه ډېرې پیسې اخلي.

هغوی همداراز وايي، سیټي لابراتوار د کورونا د ټېسټ ټول تجهیزات او توکي په قاچاقي او ناقانونه ډول هېواد ته راوړي.

خو د سیټي لابراتوار مسوول رضوان الله احمدزی د روغتیايي مرکزونو د مسوولانو ادعا ردوي او وايي، د سیټي لابراتوار ټاکل کېدل د کیفیت او ښو روغتیايي خدماتو پربنسټ شوی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په دې ناسته کې د کورونا ویرس د ټېسټ روغتیايي مرکزونو مسوولانو ادعا پر بنسټ د یادې ستونزې د څېړلو خبر ورکړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام