یوشمېر ښاریان او صرافان د هېواد په بازارونو کې د زړو افغاني بانکنوټونو له زیاتوالي څخه شکایت کوي.

د دوی په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو سره په بازارونو کې زاړه بانکنوټونه زیاتېږي چې صرافانو او عامو خلکو ته یې زیانونه رسولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر ښاریان سلام‌وطندار سره په خبرو کې وايي چې دغه زاړه بانکنوټونه په هېواد کې د بانکونو له لوري خلکو ته ورکړل شوي، خو اوس یې له خلکو بېرته نه اخلي.

دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د هېواد له بازارونو څخه زاړه افغاني بانکنوټونه راټول کړي او پر ځای یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.

په همدې حال کې د هېواد په بازارونو کې د زړو پیسو زیاتوالي یوشمېر صرافان هم زیانمن کړي دي. دوی وايي چې له پېردونکو سره د زړو بانکنوټونو د راکړې ورکړې پرمهال له ستونزو سره مخ دي او له دوی څخه څوک زړې پیسې نه اخلي.

د صرافانو په وینا، ملي بانک او د افغانستان بانک په دې وروستیو کې له صرافانو څخه د زړو پیسو د اخیستلو بهیر درولی دی. په همدې حال کې دوی له بانکونو غواړي چې له صرافانو څخه زاړه بانکنوټونه واخلي.

وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان بانک نظر هم له ځان سره ولرو، خو د درې پرله‌پیسې ورځو په ترڅ کې له هڅو سره سره بیا هم بریالي نه‌شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د هېواد په بازارونو کې زاړه بانکنوټونه زیات شوي، خو تراوسه یې د حل په اړه پرېکړه نه ده شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام