د عامې روغتيا وزارت مسولان وايي، افغانستان کې د تېرو ۴۵ کلونو د جګړو له امله روغتيايي خدمتونه غيرمعياري او کمزوري دي، خو په وينا يې، د معياري‌کېدو لپاره يې هڅې پيل کړي.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د پکتيا د ځاځي‌اريوب ولسوالي «سرګل» سيمه کې د يوه بهر ‌مېشتي افغان له لوري د روغتون پرانيستې مراسمو ته ویلي، د هېواد په کچه له شاوخوا ۴۰۰ ولسواليو يوازې په ۹۳ هغو کې د ولسوالي په کچه روغتونونه شتون لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د افغانستان په کم او زيات ۴۰۰ ولسواليو کې د ولسوالي د سطحې روغتونونه په ۹۳ شاوخوا ولسواليو کې وجود لري، له دې بغییر نورې ټولې خالي دي. سپينې ساحې ډېرې لرو چې هلته کلينک وجود نه‌لري چې هلته شفاخانه وجود نه‌لري، د افغانستان ملت له دغه صحي خدمتونو څخه وروسته پاتې شوی دی.»

د عامې روغتيا وزارت سرپرست همداشان وويل، د پکتيا له حوزوي روغتون یې هم ليدنه کړې چې خدامات يې معياري او بشپړ نه‌دي.

د هغه په وینا، ځاځي‌اریوب ولسوالي کې د ياد روغتون په پرانيستې سره به لرې پرتو سيمو کې د مور او ماشوم مړينه راکمه او ژوند به يې وژغورل شي.

د پکتيا ځاځي‌اريوب ولسوالي لرې پرته «سرګل» سيمه کې د دغې سيمې د يوه بهر ميشتي سوداګر سليمان صالح په مالي مرسته يو روغتون او زيږنتون جوړ چې په وړيا ډول به پکې د ناروغانو درملنه کيږي او شاوخوا يو ميليون ډالر لګښت پرې راغلی.

د ياد سوداګر په وينا، د راتلونکو شپږو کلونو لپاره د روغتون د ټول پرسونل، درمل او نور ټول لګښتونه يې، د ده له لوري ورکول کېږي. «دا زيږنتون هم دی چې عموما د ميرمنو مشکلات او تکلیفونه به دلته حل کيږي اوترڅنک به يې نور عامه خدمتونه هم وړاندې کيږي.»

د ځاځي‌اریوب ولسوالۍ د «سرګل» سیمې خلک هم د روغتون په جوړېدو خوښ دي. د یادې اوسېدونکي صمدځاځي سلام‌وطندار ته وویل چې تر دې وړاندې دې سيمه کې ډېری مېرمنو د زيږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو په وینا یې، اوس به ياد روغتون کې ورته اسانتیاوې برابرې شي.

هغه وویل: «اريوب په نورو سيمو کې کوچني کلينيکونه شته خو مسلکي ډاکټرانو کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.»

همداراز د دې سیمې یوه بل اوسېدونکي رحمت‌الله ځاځي هم وویل: «په دې سيمه کې کوچني کلينيکونه نورهم شته بايد په تاسف سره ووايم چې د مسلکي پرسونل د نشتون له کبله ټول ناروغان او خلک په تکليف وي د لارې په اوږدو کې ډېر تکليف دی له دغه ځايه چې څوک ناروغ ګردېز يا کابل ته رسوي په لاره کې ساه ورکوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ځاځي‌اریوب ولسوالي «سرګل» سیمه کې جوړ شوی روغتون ۲۲ بيسترونه، بيړنۍ خونه، زيږنتون، د ماشومانو داخله څانګه، مجهز لابراتوار او نورې اړينې اسانتياوې لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام