ځايي مسوولان وايي، د نارج‌ګل په نوم د وطني تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون نن (پنجشنبه، وري ۲۱) د جلال‌اباد ښار «سراج العمارت» بڼ کې پیل او تر شنبې ورځې دوام کوي.

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئيس سید عبدالبصیر پاچا وویل، د نارنج‌ګل ملي او نړيوال نندارتون په ۱۲۰غرفو کې د هېواد بېلابېلو ولايتونو تولیدات او محصولات نندارې ته ايښودل شوي.

نوموړی وایي چې د هیواد د تولیداتو لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

هغه وویل: «د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې او صنعت په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي او پانګوال کولی ش هر سکتور کې چې قانوني بڼه ولري کار او فعاليت وکړي. مونږ  صنعتکارانو ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکوو.»

د یاد نندارتون ګډون‌کوونکي هم خوښ دي چې د تولیداتو لپاره یې د نارنج‌ګل نندارتون پرانستل شوی. دوی وایي، له یادې لارې کولای شي خپل جوړ توکي هیوادوالو ته وښیي او د خپلو تولیداتو لپاره بازار موندنه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبیب چې په یاد نندارتون کې غرفه لري او په‌کې د خپل شرکت جوړ توکي یې نندارې ته ایښي وايي، په دغه برخه کې یې تر ۵۰زرو امریکایي ډالرو پانګونه کړې او لسګونه کسان ورسره په کار بوخت دي.

ده وویل: «مونږ د لباسونو د تولید کارخانه لرو چې پکې د ښوونځیو لباسونه، بکسې او نور شیان جوړوو، دا نندارتونونه زمونږ د تولیداتو لپاره ډیر ښه دي، ځکه ډېر خلک له بهرنیو تولیداتو استفاده کوي، نو مونږ کولای شو چې د دې نندارتون له لارې خپل جوړ لباسونه خلکو ته وښیو، ترڅو له داخلي تولیداتو استفاده وکړي.»

په ورته مهال د نندارتون یو بل ګډون‌کوونکی محمد سلیمان چې په یاد نندارتون کې یې دوه غرفې نیولي او افغاني جامې یې نندارې ته ایښي، د سرپرست حکومت له مسوولانو غوښتنه کوي چې د نړیوال بازار په موندلو کې ورسره همکاري وکړي.

«مونږ دلته افغاني کالي نندارې ته راوړي، دا لباسونه خلک زیاتره په ودونو او د خوښیو په مراسمو کې اخلي، اوس یې بازار غوړیدلی، زمونږ لباسونه له هیواده بهر هم خلک خوښوي اومونږ یې ورلیږو، خو مصرف پرې زیات راځي، و زمونږ غوښتنه داده چې دولت د نړیوال بازار په پیدا کیدو کې له مونږ سره مرسته وکړي، ترڅو زمونږ کاروبار وغوړیږي.»

په ورته مهال د افغانستان د صنعت او کانونو خونې مرستیال حاجي تورملنګ شګیوال وایي، دامهال سلګونه کارخونې د تولیداتو او خدماتو په برخه کې کار کوي او دغه برخه کې یې پانګونه کړې ده.

هغه وویل، هڅه کوي چې پانګوالو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د کورنیو تولیداتو د پیاړوتیا او بازارموندنې په موخه په کونړ، ننګرهار او لغمان کې ورته نندارتونونه جوړ شوي او په دغو نندارتونونو کې د ننګرهار او د هېواد نورو ولايتونو خوراکي او غير خوراکي توليدات نندارې ته ايښودل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام