له شاوخوا شلو ورځو وروسته د افغانستان بانک یوه اعلامیه کې ویلي، دغه بانک پر خپلو کارکوونکو د بريد په اړه ټول معلومات چې د امنیتي کامرو تصویرونه، د چي‌پي‌ایس دستګاه او نور د اړتیا وړ معلومات په کې شاملېږي، امنیتي او کشفي ارګانونو سره شریک کړي دي.

د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د چاودنې په اړه د معلوماتو شریکولو کې د دغه بانک د کم‌‌کارۍ له کبله د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي تر نیوکو لاندې راغلی.

یو شمېر پوځي او استخباراتي شنونکي سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، که څه هم د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر برید چې د دغه بانک د عامه اړیکو سلاکار او د طلوع‌نیوز پخوانی نطاق یما سیاووش خپلو دوو نورو ملګرو سره په کې ووژل شو، پېچلی دی، خو د دغې دوسیې ډېر وخت نیول ښيي چې د دغې دوسیې د څېړلو کار کې لاسوهنې کېږي.

پوځي شنونکی محمود حیدري وايي، په قوي ګمان سره چې داخلي کړۍ دغه دوسیه کې لاس لري او نه غواړي چې افشا شي. که افشا هم شي ډېر له ناوخته وي.

د نوموړي په وينا، افغانستان کې هرڅه مصلحتي او سیاسي اړخ لري.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستيال میرزامحمد یارمند هم وايي: « د کشف پروسه یو لړ ننګونې لري، ادارې باید سهولتونه برابر کړي، هغه څه چې افغانستان بانک سره دي، باید د کشفي بنسټونو په واک کې یې ورکړي، ترڅو دا چې د دغې پېښې حقیقت ښکاره شي.»

له دې وړاندې د ولسي جرګې د پلاوي مشر چې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د ماین چاودنې د پټو اړخونونو او موټر کې د چاودېدونکيو توکيو د ځای پر ځای کولو څرنګوالي څېړلو مسوولیت په غاړه لري ویلي، هغوی ته خبرداری ورکړل شوی چې د دغې دوسیې له تعقیبه لاس واخلي.

دې سره امنیتي او استخباراتي بنسټونه وايي، په تازه‌ګۍ سره یې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د چاودنې په تړاو د کامرو تصویرونه او نور موارد یې هغوی سره شریک کړي دي.

د ملي امنیت ریاست ویاند حارث جبران وايي، هغوی د یما سیاووش پر دوسیې کار کوي؛ خو تراوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

د افغانستان بانک کارکوونکی او د طلوع‌نیوز پخوانی نطاق یما سیاووش د تېرې عقرب میاشتې په اوولسمه د کابل ښار څلورم مکروریانو کې خپلو دوو همکارانو سره یوه چاودنه کې ووژل شو.

د یما  سیاووش کورنۍ د یوه شکایت لیک په خپرولو سره د دغې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

دغه لیک کې د یما سیاووش د پلار محمد داوود سیاووش په خبره ویل شوي، زوی یې د افغانستان بانک د مشر په ټینګار چې دې ورځو کې ځواب هم نه ورکوي، دغه بانک کې کار کول پیل کړل.

د نوموړي په وینا، د افغانستان بانک د کار له پیلولو څو اوونۍ وړاندې يې د زوی وژنه مرموزه ده او باید وڅېړل شي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام