یوه ورځ سهار یوه داسې کلي ته روان شوم چې هلته له رسمي زدهکړو پاتې نجونې په محلي ټولګیو کې سره راټولې شوي او په ډېره مینه یې ښوونکي ته غوږ نیولی، څو کوم تازه څه زده کړي. دغه زدهکوونکې چې په یوه خټینه کلا کې ناستې دي، وايي چې غواړي په زدهکړو د روښنايي لوری وڅاري، څو په راتلونکي کې د ځان، کورنۍ او هېواد لپاره ګټورې تمامې شي.
دغه زدهکوونکې د دوی لپاره جوړ شوي محلي ټولګي نېکمرغۍ ته د رسېدو لاره ګڼي او غوښتنه کوي چې د ورته ټولګیو شمېر دې زیات شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
انګېزه د دغو زدهکوونکو له ډلې یوه ده. هغه وايي چې له جګړې وروسته یې قلم او کتابچه را اخیستي او د زدهکړو لپاره هڅې کوي، څو دوی بیا بېسرپرسته ماشومان را ټول او د زدهکړو اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
هغه زیاتوي: «د جوی غفور کلي کې درس وایوو. لومړی چې ټولګی نه و جوړ شوی، لاره به راته اوږدېده، نورو ښوونځیو ته تللی نه شوای. له اکټېد دفتر، یونیسف او پوهنې ریاست نه مننه کوو، کتابچې او نور هر څه مو ډېر دي.»
انګېزه او نورې ټولګیوالې یې هره ورځ په دغه ټولګي کې ریاضي، دري، اوزبیکي او رسم زده کوي. نوموړې وايي: «لومړی مې لیک نه شوای کولای او توري مې نه پېژندل. اوس درس لوستلی شم، لیکل کولای شم او توري هم پېژنم.»
د انګېزې یوه بله ټولګیواله ادیبه چې تورې جامې یې اغوستي، په معصومانه او خندانه خوله وايي چې یادو محلي ټولګیو د نجونو زدهکوونکو لپاره نوې هیلې را ټوکولې دي.
ادیبه زیاتوي: «موږ ته یې دا ټولګي جوړ کړي. ډېر خوشحاله یوو. لومړی پر هېڅ نه پوهېدو، هېڅ درس مو زده نه و؛ اوس شکر راته ښوونځی جوړ شو، درس پهکې لوستلی او زده کولای شوو.» نوموړې هیلهمندي ښيي چې نورې ملګرې به یې هم دغو ټولګیو ته لاره ومومي، څو بېسواده پاتې نهشي.
د جوزجان د پوهنې رییس محمدطاهر جواد وايي، اوس په دغه ولایت کې ۹۰۰۰ نجونې او هلکان په ۳۰۰ محلي ټولګیو کې پر زدهکړو بوخت دي.
له تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې دوامداره جګړې او ښوونې او روزنې ته د حکومتونو نه پاملرنه لامل شوې چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې سلګونه زره افغان نجونې او هلکان زدهکړو ته لاسرسی ونه لري.