په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په افغانستان کې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د مالي مرستو د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دې تر څنګ، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هم په هېواد کې د چاپېریال ساتنې اړوند پروژو د ځنډېدو ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روحالله امین وايي، که په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره مالي سرچینې برابرې نهشي، د کرنې، انرژۍ، اوبو، ځنګلونو او روغتیا سکټورونه به په مستقیم ډول اغېزمن او د هېوادوالو ژوند به له ستونزو سره مخامخ شي.
نوموړی وايي: «په نړیوال اړخ کې زموږ لاسونه تړلي، خو په کورنۍ برخه کې هڅه کوو چې له مالیې وزارت او نورو ادارو سره کار وکړو، څو د یوې ملي سټراټېژي له لارې د پروژو په پلي کولو سره دغه وضعیت کابو کړو. پر دې کار روان دی او د ځینو پروژو چارې روانې دي.»
د هغه په وینا، له څو کلونو راهیسې په نړۍ او افغانستان کې د تودوخې کچه مخ په زیاتېدو ده او که يې پر وړاندې کوټلي ګامونه اوچت نهشي، تر ۲۰۵۰ کال پورې به د تودوخې درجه د سانتي ګراد تر ۳ درجو او تر ۲۱۰۰ کال پورې به هم تر ۷ درجو پورې لوړه شي.
روحالله امین زیاتوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه شپږم زیانمن هېواد دی او دغه بدلونونه د تودوخې زیاتېدل، د اورښتونو کمېدل، پرلهپسې وچکالۍ، د تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، بېموسمه اورښتونه او سېلابونه رامنځته کوي.
د يادونې ده چې اقلیمي بدلون افغانستان ته ډېر مالي او ځاني زيانونه هم اړولي دي. د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د اورښت کچه د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه کمه شوې ده.
بلهخوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت احصایې هم ښیي چې په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۱۳۴ زره هېکټاره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له امله ویجاړه شوې او په روان کال کې د سېلابونو، ږلۍ او سړې هوا له امله نږدې ۱۵۳ زره هېکټاره کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
په همدې حال کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت هم وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د سېلابونو او بېموسمه اورښتونو له امله لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او زرګونه څاروي له منځه تللي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالله سایق وايي: «سېلابونو د پام وړ زیانونه اړولي. موږ چې کومې شمېرې لرو، ښيي چې یوازې سږ کال له وري میاشتې څخه تر اوسه پورې ۳۳۲۷ څاروي مړه او ۵۵۷۶۳ جریمه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.»
په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اړوندې ۳۲ نړیوالې پروژې د سیاسي مسایلو له کبله ځنډېلي او افغانستان ته د اقلیمي بدلون په نړیوال کنوانسیون کې هم د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې یوشمېر کارپوهان وايي، که په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له ناورین سره د مبارزې لپاره لازم مدیریت او لازمې سرچینې برابرې نهشي، نه جبرانېدونکې پایلې به ولري. د اوبو د سرچینو او چاپېریال د مدیریت شنونکی نجیبالله سدید او د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي رییس محمدداوود شېرازد وايي:
«حللاره دا ده چې حکومت باید هڅه وکړي، څو له اوسنۍ انزوا څخه ووځي او وکولای شي د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې برخه کې له نړیوالو صندوقونو ګټه واخله. د دې تر څنګ، د کوچنیو بندونو او د اوبو کوچنیو حوزو په جوړولو سره اوبه زېرمه کړي، د سېلابونو مخه ونیسي او اوبه مدیریت کړي. همدارنګه، د کرنې پر برخې هم باید بیاکتنه وشي.»
«حکومت باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره سټراټېژي جوړه کړي. که مبارزه ونهشي، داسې وضعیت به جوړ شي چې په ډېر زیار سره به جبران نهشي؛ ځکه زموږ هېواد کرنیز دی او د کرنې او اوبو او برښنا سکټور به تر ټولو ډېره ضربه وویني. همدا اوس زموږ د تر ځمکې لاندې اوبه په کمېدو دي.»
بلهخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په متحده عربي اماراتو کې د COP په نوم د دغه سازمان د اقلیمي بدلون په غونډه کې چې د نومبر په ۲۸مه پیل شوې، افغانستان ته په یاده غونډه کې د ګډون پر نه بلنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان اوس هم په هغو لومړيو لسو هېوادونو کې دی چې د اقلیمي بدلون تر ډېرو اغېزو لاندې دی او ډېر زیان ورته رسېږي.