احمد چې د هېواد د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته یې خپل هېواد پرېښی او اروپايي هېوادونو ته یې مخه کړې وايي، درې کاله وړاندې د قاچاقیانو په هغو خبرو تېروتی چې په وینا یې، د سترګو په رپ کې به یې اروپا ته رسوي.

خو دغه خبرې د ایران پولې ته په رسېدو سره چې د افغانستان په ګاونډ کې دی، ناسمې ثابتې شوې.

احمد چې په ستړي ذهن پر خپلو ګوتو بوخت دی د سفر د خاطرو په اړه راته کیسې کوي.

نوموړی وايي، د دغه سفر له پیلولو وړاندې د ملي امنیت افسر و او د امنیتي ستونزو له امله یې چې ښايي یوه ورځ يې ژوند واخلي، اروپا ته د تلو هوډ وکړ.

دی وايي، له سفر وړاندې د نورو کډوالو په څېر د نامنظمې کډوالۍ لوړو او ژورو او د موخې په هېوادونو کې د ستونزو په اړه نه پوهېده.

د احمد په وینا، قاچاقیانو ورته ویلي وو چې پر لارې به له هېڅ ګواښ سره نه مخامخ کېږي، خو داسې و نه شول او له ایران سره په پوله کې د سرحدي ځواکونو د ډزو ترڅنګ، چورلکې هم پرې ډزې کوي او ایران ته د هغوی د دننه کېدو مخه نیسي.

نوموړی وايي، دوی له قاچاقیانو وغوښتل چې اخوا ته یې بوځي، خو په وینا یې، قاچاقیانو په هماغه ځای کې د پاتې کېدو سپارښتنه ورته وکړه. احمد زیاتوي، د افغانستان او ایران پر ګډې پولې په تېږو کې پټ وو چې چورلکې ورغلې، پر کډوالو یې ډزې وکړې او په پایله کې یوه مېرمن او خاوند چې له عمره هم پاخه وو، لومړی ټپیان او وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

احمد د نامنظمې کډوالۍ په لاره کې د خاطرو او ستونزو په اړه چې پرې تېر شوي وايي، د نامنظمې کډوالۍ ستونزې د موخې هېواد په لاره کې پای نه مومي، بلکې په اروپايي هېوادونو کې کار او اقامه د کډوالو لپاره د نویو ننګونو او اندېښنو پیل دی.

احمد زیاتوي، اروپايي هېوادونو ته د تلو له هوډ کولو وړاندې یې د خپل کور ټول توکي د قاچاقیانو د پیسو برابرولو لپاره پلورلي او اوس چې دوسیه یې د المان حکومت له‌خوا رد شوې، نه پوهېږي چې چېرته او چا ته ورشي.

موږ وغوښتل چې د احمد په څېر د هغو کسانو د دوسیو شمېر مالومولو لپاره چې په افغانستان کې یې خپلې دندې خوشې کړي او اروپايي هېوادونو ته روان شوي، په افغانستان کې د کډوالۍ له نړیوال سازمان یا IOM او د کډوالو له معلوماتي مرکز سره اړیکه ونیسو.

په افغاستان کې د کډوالو د معلوماتي مرکز همغږی‌کوونکی سیدشېرحسین هنریار وايي، د هغو کسانو یوه برخه چې په نامنظمه کډوالۍ روانېږي، داسې کسان دي چې خپلې دندې یې خوشې کړې دي.

د هنریار په وینا، دوی د همدې لپاره په لسګونو وزارتونو او حکومتي ادارو کې سلګونو کارکوونکو ته د نامنظمې کډوالۍ د ګواښونو په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرامونه جوړ کړي چې ښه پایله یې لرلې ده.

هغه وايي، دوی تر اوسه د حکومتي ادارو، پوهنتونونو او زده‌کړه‌ییزو مرکزونو څه باندې ۱۱ زره کسانو لپاره د نامنظمې کډوالۍ د ګواښونو په اړه مالومات ورکړي دي.

نوموړی زیاتوي، دوی د نامنظمې کډوالۍ د مخنیوي لپاره له مجازي لارو او په حضوري ډول په پوهنتونو او یو شمېر وزارتونو کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونه جوړ کړي دي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM د اطلاعاتو او اړیکو مرستیال حدیث پردېس وايي، دوی هم د هغو کسانو کره شمېرې نه لري چې په هېواد کې یې دندې خوشې کړي او اروپا ته تللي، خو په وینا یې، د دغو کسانو نامنظمه کډوالي د اندېښنې وړ ده.

د پردېس په وینا، دغه سازمان او نور سازمانونه چې د کډوالو لپاره کار کوي، تل یې هڅه کړې چې د بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو سره د نامنظمې کډوالۍ مخه ونیسي. هغه وايي، په ۲۰۱۹ کال کې شاوخوا ۵ زره کسان له اروپايي هېوادونو چې ډېری یې له ترکیې نه وو، بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوولان وايي، له بیرته را ګرځېدونکو کډوالو سره څه ناڅه نغدي مرسته کوي، څو وکولای شي په افغانستان کې پرې ځان ته کاروبار برابر کړي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام