نامنظمه کډوالي؛ د هغه سرتېري کیسه چې له سختیو سره سره خپلې موخې ته و نه رسېد

احمد چې د هېواد د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته یې خپل هېواد پرېښی او اروپايي هېوادونو ته یې مخه کړې وايي، درې کاله وړاندې د قاچاقیانو په هغو خبرو تېروتی چې په وینا یې، د سترګو په رپ کې به یې اروپا ته رسوي.