د هېواد په یوولس ولایتونو کې له ۳۲ نجونو او هلکانو سره د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې د یادو ځوانانو له ډلې، ۲۵ هغه یې، د خپلې خوښې تفرېح ته لاسرسی نه‌لري.

په دغه سروې کې د کابل، جوزجان، تخار، کندوز، بامیان، بادغیس، سرپل، فراه، کاپیسا، ننګرهار او فاریاب ولایتونو له ځوانانو سره مرکې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فراه اوسېدونکی عبدالرحیم رشیدي وايي: «زموږ هېواد کې ځوانانو ته د تفرېحې لپاره زمینه کمه ده او د ځوانانو د تفرېح خنډ او ننګونه بد اقتصادي وضعیت دی. شته تفرېح ځایونه امکانات نه‌لري او مناسب ځای نه‌دی.»

د کاپیسا اوسېدونکې سُمیه هم وویل: «سالمه تفرېح نشته؛ د والیبال لوبغالی نه‌لرو چې هلته لاړو او خپل ساعت‌تېر کړو. بهر کوم پارک هم نشته چې لاړ شو، لکه څنګه چې ایران کې زموږ خپل او خپلوان یې، لري، موږ ته یې عکس او ویډیو رالېږي.»

دغه ځوانان وايي چې د مناسبو تفريحي ځايونو نشتوالى، د ښځو لپاره د تفريحي ځايونو بندېدل، وزګارتیا او اقتصادي ننګونې، د دې لامل شوي چې دوى ونه‌شي کولى، هغسې تفرېح  وکړي، څنګه یې، چې زړه غواړي.

د کندوز اوسېدونکی اسد وايي: «لکه څنګه چې مې تاسو ته وویل، ډېرې ننګونې شته چې د ځوانانو د مخنیوي لامل کېږي؛ بې‌وزلي ده، تنګسیه ده. یوازې ځوانان چې له دې استفاده نه‌شي کولی، هغه اقتصادي کمزورتیا ده. کار چې وي، ښه کېږي، کس ځي، چکر وهي او له هغه پرته، نه‌کېږي.»

د بامیانو یو اوسېدونکی محمد هم وايي: «د هېواد ځوانانو لپاره دا تفرېحې بسنه نه‌کوي، ځکه چې د دې خلکو اقتصادي حالت ښه نه‌دی او دوی نه‌شي کولای، په داسې شرایطو کې تفرېح ​​​​وکړي چې تفریح ​​​​رښتیا اړینه وي. د تفریح ​​په برخه کې د ځوانانو پر وړاندې لویې ننګونې د اقتصاد نشتوالی، مناسب امنیت او اوسني محدودیتونه چې شتون لري او د تفرېح ​​لپاره د مناسبو ځایونو نشتوالی د ځوانانو له ستونزو څخه دي.»

په دې راپور کې د ۳۲ مرکه شویو له ډلې، ۱۶ یې هلکان او پاتې ۱۶ یې، نجونې دي چې د راپور د موندنو پر بنسټ، د نجونو د تفرېح بڼه د کورنیو اډانې او ټولنیزو شبکو څخه پر استفادې ورټولېږي.

د کندوز اوسېدونکې تمنا چې د وزګارتیا پرمهال د کور کارونه کوي او له ټکنالوژۍ ګټه اخلي، وايي: «یو ساعت د کور کارونو کې بوخت یم؛ ځینې ځایونه چې د نجونو تفرېحې لپاره وو، اسلامي امارت د تلو اجازه نه‌ورکوي. ځینې وخت مو زړه غواړي چې تفرېح وکړو، خو کندوز کې داسې ځای نشته. د تفرېحې ځایونه یوازې هلکانو او نارینه‌وو ته دي، ښځو ته نشته.»

د جوزجان اوسېدونکې شګوفه چې ښوونکې ده، وايي: «په اوسني وخت کې، د ټولو خلکو لپاره لویه تفریح ​​​​د دوی تلیفونونه دي؛ ډېری وخت چې زه بې کاره یم، زه په خپل موبایل کې ټیک‌ټاکونه ګورم، عکسونه اخلم او داسې نور، د ساعتېرۍ لپاره هېڅ شرایط شتون نهلري؛ هر څه چې وي، ناسالم دي. ښايي په لویو ولایتونو کې حالات د جوزجان په پرتله ښه وي. خو د ځوانانو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د تفریح ​​شرایط په هیڅ صورت هم مناسب نه دي.»

د تخار اوسېدونکی سایق رحیمي وايي: «البته هېواد کې ځوانانو ته د ورزش زمینه نه‌ده برابره او تخار کې فوټبال او فوټسال ته لېوالتیا ډېره ده. خوښ به وي چې یو چمن ولري او د سالمې تفرېح زمینه ورته برابره شي.»

د سرپل اوسېدونکي خالد وویل: «کله چې وخت ولرم او تفریح ته مې زړه وشي د فوټسال لوبه کوم، یعنی زه فوټسال لوبه کوم یا ګورم او یا هم کله کله تفریحي ځایونو او ښکلو طبیعي ځایونو ته ځم چې روح خوشحاله او د انسان ذهن تازه کړي.»

د ټولنیزو چارو کارپوه راشد صدیقي وویل: «موږ که د خلکو له ورځنیو فعالیتونو تفریح لرې کړو، په دې معنی ده چې موږ یوې رواني ټولنې سره مخ کېږو او داسې ټولنې سره چې له رواني ستونزو سره مخ ده. د دې ټولنې کنټرولول ستونزمن دي؛ ټولنیز انحرافات دې ټولنه کې زیات دي.»

ارواپوه هیبت‌‌الله ابراهیم‌خېل هم په دې اړه وايي: «تفریح ​​زموږ د روغتیا او روان لپاره خورا مهم دی. په ځانګړي توګه هغه خلک چې مختلف اختلالات لري او هغه خلک چې غواړي صحتمند پاتې شي، تفریح ​​​​د دوی لپاره مهمه ده. د هغو کسانو لپاره چې خپګان لري، څېړنې ثابته کړې چې کله دوی د خپګان ضد درمل اخلي او حتی مشوره ترلاسه کوي، دا ګټور نه‌دی. دا ډېره مهمه ده چې لاړ شئ، بهر لاړ شئ او ساتیري وکړئ.»

د ښځو حقونو برخې فعاله محجوبه حبیبي بیا له حکومت غواړي چې د ځوانانو په اړه فکر وکړي او ښوونځي او تفریح ځایونه دې، پرانیزي. «تر کله به دا ناهیلي وي؟ ټول ستړي شوي. ځینې نجونې چې امکانات لري او ټیلیفونونو کې بوختې دي، ټولې په ګېم روږدې شوې دي.»

هڅه مې وکړه چې په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شو. د افغانستان د المپيک ملي کمېټې مسوولان بیا وايي، په ټول هېواد کې ځوانانو ته د ورزش زمينه برابره ده او د کابل ښاروالۍ هم وايي، هڅه کوي، څو ځوانانو ته د ورزش په برخه کې د تفریحې کولو زمینه برابره کړي.

د المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼی وايي: «په ټوليزه توګه د هېواد د سپورټ ادارې ټول فعاليتونه د هېواد د ځوانانو د بوختيا او سالمې تفريح لپاره دي چې د هېواد د ملي المپيک کمېټې تر چتر لاندې ۵۲ فدراسيونونه فعاليت کوي. د سپورت اداره او هر فدراسیون په خپلو ولایتونو کې استازي لري او په هر فدراسیون کې په سلګونو زره ځوانان په ورزش بوخت دي. هغه څوک چې غواړي په یوه ټاکلي ساحه کې تمرین وکړي کولی شي په اسانۍ سره، زموږ جمنازیم او سپورت اسانتیاوې وکاروي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي: «لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، کابل ښار کې شاوخوا ۱۴۱ فعال پارکونه شتون لري او د نادرخان غونډۍ یوه ډېره پراخه سیمه د کابل ښاروالۍ له‌خوا د یوې لویې تفریحي سیمې په توګه په پام کې نیول شوې چې سړک ورته غځول شوی او د کابل په ۱۴۱ پارکونو کې د ماشومانو لپاره د لوبو ډېر لوی میدانونه شتون لري.»

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عبدالغفار فاروق سلام‌وطندر ته په استول شوي، لیکلي پیغام کې ویلي چې د ښځو پر وړاندې ډېر کم شمېر تفریحي ځایونه شته چې ښځې د بې‌حجابۍ له امله ترې راګرځول شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام