د لغمان مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې صنعت‌کارې مېرمنې وايي چې دغه ولایت کې یې، د ښځو بازار نیمه‌ګړې چارې دې بشپړې شي.

د مسوولانو په وینا، دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ مېرمنې په فردي ډول کاروبار کوي او یوشمېر دغه مېرمنې چې د خوراکي توکو او د ښځینه جامو ګنډلو په څېر بېلابېل توکي تولیدوي، سلام‌وطندار ته وايي، محصولات یې، د پام وړ بازار نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادو مېرمنو وویل، اسانتیاوې ورته په نشت حساب دي، خو بیا هم بدې ورځې اړ کړي چې د یوې مړۍ نفقې پیدا کولو لپاره کار وکړي.

د هغوی په وینا، عام بازار کې یې توکي د پام وړ ګټه نه کوي؛ خو که د ښځینه‌وو مارکېټ جوړ شي، کولی شي خپل تولیدات په اسانۍ او ښه بیه وپلوري.

بشرا چې د لغمان مرکز مهترلام ښار کې له خپلې خور سره یو ځای ښځینه کالي ګنډي؛ له حکومته غواړي چې دغه ولایت کې د دوی لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ کړي.

هغه وویل: «مونږ دوه خویندې یوو او په کور کې ښځینه کالي ګنډو، وروسته یې بازار کې پلورو، خو په کوم قیمت چې مونږ غواړو، نه خرڅېږي، که چېرته په لغمان کې د ښځو د لاسي توکو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شي؛ نو مونږ به یې په ښه قیمت او ډاډه زړه خپل توکي وپلورو.»

مهترلام ښار کې یوه بله میرمن نورزیه چې چرمه‌دوزي واسکټونه او جامې جوړوي هم وایي، که د ښځو مارکیټ جوړ شي، دوی کولای شي، خپل جوړ شوي واسکټونه په ښه بیه وپلوري.

نوموړي وویل: «مونږ چرمه دوزي کالي او واسکټونه جوړوو بیا یې جلال اباد ته لیږو هلته هم ګټه کوي خو د خواري مقابل کی بیا ګټه یې کمه ده که دا د ښځو مارکیټ جوړ شی نو مونږ یې خپله په ښه بیه هرڅولای شو او د خلکو فرمایشونو باندې هم ورته جامې جوړولای شو.»

لغمان کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسولې دیبا سمندري سلام‌وطندار ته وویل، مهترلام ښار کې د سوداګرو او صنعت‌کارا مېرمنو د ځانګړي مارکېټ کارونه تېر نظام کې پیل شوي وو؛ خو تر اوسه نه دي بشپړ شوي. هغې وویل، د یاد مارکېټ د چارو بشپړولو لپاره یې له اړوندو ادارو سره خبرې کړي دي.

نوموړې وویل: «د کسبګرو ښځو پر وړاندې ستونزې شته، د دوی لاسي توکي په عام بازار کې د نارینه‌وو له لوري پلورل کېږي، چې د پام وړ مارکېټ نه‌لري، مونږ د سوداګرو مېرمنو لپاره د مارکېټ جوړېدو غوښتنه کړې او هیله لرو چې دا مارکېټ ژر جوړ شي، په دې سره به مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره شي.»

دیبا سمندري زیاتوي چې لغمان کې له کسبګرو مېرمنو ملاتړ کوي او دامهال ورسره ۵۰۰ مېرمنې راجستر دي. بل لور ته د لغمان د کور او ښار جوړونې رییس حسین احمد تیلوي وایي، د ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ښځو لپاره د مارکېټ جوړولو کارونه ۷۵ سلنه سرته رسېدلي.

هغه زیاته کړه چې د نیمه‌کاره پروژو د بشپړولو لپاره یې د اسلامي امارت مشر ته د بودجې وړاندیز کړی چې له منظورېدو وروسته به یې چارې بشپړې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي وویل: «د دغه مارکېت له جوړېدو سره به لغمان کې ښځو د کار زمینه برابره شي، هڅه کوو چې دا پروژه سرته ورسوو، په دې اړه مو وزارت سره خبرې شریکې کړي او د بودجې وړاندیز یې د اسلامي امارت مشر ته شوی، له هغه ځایه چې منظوري راغله؛ نو ژر به دا مارکېټ جوړ شي.»

لغمان کې تر ډېره لرې پرتو سیمو کې هم مېرمنې د لاسي صنایعو پر جوړولو بوختې دي، خو داچې بازار ته کمرنګه لاسرسی لري؛ نو ځکه یې توکي هم پیر او پلور نه‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام