د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته ۲۲کلنه فرح دیبا چې د ټولنیزو علومو برخه کې یې، لوړې زده‌کړې کولې، لاس په سر نشوه او په لوړ هوډ سره خپلو هیلو ته مزل دوامداره کړ.

فرح دیبا وايي، مور یې خیاطي کوله او دې هم هوډ وکړ چې خپل برخلیک روښانه کړي. هغه اوس افغاني لباسونه جوړوي.

فرح دیبا زیاتوي چې د مور او ملګرو ملاتړ یې، لامل شو چې ژوند کې د ننګونو او ستونزو پر وړاندې ودرېږي. «خپله مې جامې ډیزاینولې او مور به مې اماده کولې. لومړی مې ملګرو ملاتړ وکړ او کورنۍ ملاتړ هم راسره وو؛ ملګرو مې وهڅوم او لومړي فرمایشونه مې له دوی ترلاسه کړل.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دیبا دغه تجارت په کم لګښت پیل کړی او اوس د کابل په یوه بازار کې هټۍ لري. دې زده‌کړیالې د جامو داسې نوي ډیزاینونه جوړ کړي چې نه یوازې په کور دننه، بلکې نورو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي. «هغه مېرمنې چې په انلاین توګه فرمایش ورکوي، دوی ته ورلېږو، زموږ کار د پسټ له لارې دی او له نېکه‌مرغه له ۱۰۰ کیلوګرامه ډېر مو المان ته لېږلي چې ټول افغاني لباس وو.»

د لباسو دغه ډیزاینره وايي چې ډېر خنډونه یې پروړاندې وو، خو په وینا یې، کلک هوډ او راتلونکې ته هیله‌مندۍ یې، پر ستونزو بریا ورپه برخه کړه. «هره ستونزه چې راته مخته شوه، تسلیم نشوم، موخه مې دا وه، هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتې او د کورنۍ سرپرستي لري، ملاتړ یې وکړم.»

دیبا اوس لسو نورو نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړې. «هغو نجونو چې غوښتل کور کې ورته د کار زمینه برابره شي، د کار زمینه مې ورته برابره کړه او شمېر یې، د لوړېدو په حال کې دی.»

د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي وايي چې د مېرمنو له لوري د کوچنیو اقتصادي کاروبارونو جوړول به هېواد کې اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو سره مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي: «ښځې په اقتصادي فعالیتونو سره کولای شي چې د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او کاري فرصتونو رامنځته کولو برخه کې مرسته وکړي. دا نه یوازې د هېواد اقتصادي ودې لامل کېږي، ټولنه کې د ښځو پروړاندې د لیدلوري د بدلون سره هم مرسته کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرو درېوو کلونو پرمهال هېواد کې د ښځو اقتصادي فعالیتونه د پام وړ زیات شوي دي. د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، تېرو درېوو کلونو کې ۲۵۰۰ مېرمنو د کار جواز ترلاسه کړی او څه باندې ۱۳۰زره مېرمنې له جواز پرته پر کوچنیو اقتصادي کاروبارونو بوختې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام