پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشري به یو پلاوی سبا سهشنبه کابل ته راشي.
د راپورونو پر بنسټ، ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او د دغه هېواد د یوشمېر وزارتونو، په تېره د مالیې وزارت چارواکي به په دغه پلاوي کې د حنا رباني ملتیا کوي.
ویل شوي چې حنا رباني کهر به په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره وګوري.
راپورونه زیاتوي چې دواړه لوري به د دوهاړخیزو اړیکو پر اړوندو موضوعاتو، همکاریو او له افغانستان سره پر مرستې خبرې اترې وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د معلوماتو له مخې، حنا رباني کهر په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کې هغه مهال چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وه، کابل ته راغلې وه او دلته یې د هغه مهال له ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي و.