په هېواد کې د ناامنیو په دوام بېګاه شپه او نن ورځ پلازمېنه کابل او د هېواد یوشمېر ولایتونه د ناامنیو شاهدان وو. د سلاموطندار موندنې ښيي چې له بېګاه راهیسې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ماین چاودنو او هدفي بریدونو له کبله ۲۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د پلازمینې په دوو جلا جلا پېښو کې ناپېژنده وسلهوالو یو ملکي کس او څلور پوځيان وژلي دي. د کابل امنیه قومانداني وايي، لومړۍ پېښه د کابل د څلورمې ناحیې اړوند او دویمه د دغه ولایت په پغمان ولسوالي کې شوې چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي دي.
د هېواد په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هم نن د بېلابېلو پېښو خبرونه چې مرګژوبله هم لري، خپاره شوي دي. د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې نن شاوخوا دولس بجې د عامه ساتنې پر یوه موټر چاودنه شوې چې درې کسان پهکې وژل شوي دي.
یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې چاودنه د جلالاباد ښار د اتمې ناحیې اړوند په تعمیراتو سیمه کې پر عمومي سړک شوې ده.
د دغه ولایت په ګاونډ لغمان کې هم تېره شپه ناپېژنده وسلهوالو په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي چې یو قومي مشر یې وژلی او ۳ نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، یاده پېښه پرون شپه د دغه ولایت اړوند په عليخېلو سیمه کې د تراوېح لمانځه پر مهال شوې چې پهکې قومي مشر حاجي لعلاغا وژل شوی او ۳ نور ملکیان ټپیان شوي دي.
هاخوا بیا په کندهار او غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنو ۸ ملکیان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي. د کندهار د پولیسو ویاند جمالناصر بارکزی وایي، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې ماین چاودنې ۴ ملکيان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي. بارکزی زیاتوي، دا پېښه پرون له غرمې وروسته د ارغنداب ولسوالي په قبرستان سیمه کې هغه مهال وشوه چې د یادو ملکيانو زرنج د سړک غاړې پر یوه خښ شوي ماین ور برابر شو.
د غزني محلي سرچینې هم تاییدوي چې د دغه ولایت په مرکز کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۴ ملکيان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي. د غزني د ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري سلاموطندار ته ویلي، نن سهار ۷ بجې د غزني ښار اړوند په «شالېز» سیمه کې د دغو کسانو یو ټونس ډوله موټر چې د غزني ښار پر لور روان و، د سړک غاړې ماین چاودنې ښکار ګرځېدلی دی.
بلهخوا د کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه د تراوېح له لمانځه وروسته د دغه ولایت د شاهوليکوټ او معروف ولسوالیو پخوانی ولسوال حاجي عبدالغني چې اوس یې دنده نه لرله، په دامان ولسوالي کې ترور شوی دی.
د پلازمېنې په ګاونډ پروان ولایت کې هم ناپېژنده وسلهوالو یو سرتېری وژلی دی. د دغه ولایت امنیتي مسوولان تاییدوي چې یادو وسلهوالو نن د پروان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پولیسو یو سرتېری چې له کاپیسا څخه د دندې پر لور روان و، د پروان د مرکز چاریکارو ښار په حاجي عبدالقدوس څلورلارې کې وژلی دی.
په همدې حال کې له لوېدیځ غور او هرات ولایتونو څخه په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې ناپېژنده وسلهوالو د غور ولایت په شهرک ولسوالي کې یو محلي پاڅونوال او یو ملکي وګړی وژلي دي.
دغه راز، ناپېژنده وسلهوالو نن په هرات کې هم یوه نجلۍ وژلې ده. د دغه ولایت د پولیسو ویاند عبدالاحد وليزاده سلاموطندار ته ویلي، دا نجلۍ تېر ماښام د یاد ولایت د انجیل ولسوالي له «رباشان» کلي څخه هرات ښار ته پر لار وه چې ناپېژنده وسلهوالو لومړی له ریکشې ښکته کړې او بیا یې وژلې ده.
په ورته مهال لوګر کې هم ماین چاودنې د ملي اردو ۳ سرتېري وژلي او د محلي پاڅونوالو یو سرتېری یې تپي کړی دی. د دغه ولایت د امنیې قومانداني ویاند ګل حیدر احمدي سلاموطندار ته ویلي، نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د لوګر ولایت د مرکز پلعلم اړوند په کنجک سیمه کې د ملي اردو په رېنجرې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې او د ملي اردو درې سرتېري پهکې وژل شوي او د محلي پاڅونوالو یو سرتېری ټپي شوی دی.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې چاودنې او هدفي وژنې داسې مهال ډېرې شوي چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د اېستلو تابیا نیولې او تمه ده دا لړۍ د روان میلادي کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر تر یوولسمې پای ته ورسېږي، خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حیاتالله حیات نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په هېواد کې د ناامنیو ډېروالی د امریکايي ځواکونو له وتلو سره تړاو نه لري او وسلهوال هر کال په معمول ډول په پسرلي کې خپلو بریدونو او چاودنو ته زور ورکوي.