Asset 1SWN

فاریاب کې ښځینه خبریالانې: خپلې راتلونکې ته اندېښمنې یوو

01000000-0a00-0242-bf5c-08db5d0b29ac_cx0_cy27_cw0_w1200_r1

فارياب کې د رسنيو یوشمېر ښځينه کارکوونکې او خبریالانې اقتصادي ستونزو، پر دوی د محدویتونو زیاتېدو او د کاري فرصتونو نشتون څخه شکایت کوي او وايي، د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.

دوی وویل، مسوولانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو تېرو کلونو په ځانګړې توګه دې وروستیو درېوو کلونو کې د دوی وضعیت ته هېڅ پام نه‌دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فارياب کې خبریاله شګوفه سعادت وايي، پر وخت اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي ترڅنګ، مطبوعاتي غونډو کې ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه نه‌ورکول او له دوی سره خبرو کولو ته د مسوولانو نه‌حاضرېدل هغه موارد دي چې د ښځینه خبریالانو پر کار یې منفي اغېز کړی.

مېرمن سعادت سلام‌وطندار ته وویل: «له ښځینه خبریالانو هغسې ملاتړ نه دی شوی، لکه څنګه چې باید شوی وی. که څه هم مونږ د تېر جمهوري نظام پرمهال هم ستونزو سره مخ وو، خو اوس مو اقتصادي ستونزې ډېرې شوي او کاري چاپریال مو هم خراب شوی. له مونږ باید حمایت وشي ترڅو وکولی شو ښه کار وکړو. پخوا څه ناڅه وضعیت ښه وو، خو اوس ستونزې شته، د رسنیو ملاتړي بنسټونه هم کم شوي، دا ډېره ستونزمنه ده چې یوه ښځینه خبریاله دې اوسنیو شرایطو کې هغه هم یوه ولایت کې فعاله ووسي او د ژورنالیزم مسلک ته دې دوام ورکړي.»

د رسنیو فعاله مهرانګیز عفت روفي هم وايي، فاریاب کې نجونې خبریالانې او د رسنیو کار کوونکې د معاشونو د نه ورکړې، د حکومت له خوا پر ښځینه خبریالانو د محدودیتونو او د ښځو غږ د خپرېدو مخنیوي په څېر ستونزو سره مخ دي.

هغې سلام‌وطندار ته وویل: «ګڼ‌شمېر افغان ښځو د رسنیو په برخه کې کار کاوه او د ټولنې لپاره یې ښې لاسته راوړنې هم درلودې، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته د ښځو څنګ ته کول افغانستان کې د ژورنالیزم د نړېدو ښکارندويي کوي. نو په دې حالت کې د ښځينه خبريالانو لپاره په رسنيو کې کار کول واقَعا ستونزمن دي، په رسنيو کې د ښځو لپاره کار کول محدود شوي، دوی په کور کې ډېر خپګان لري او د کار کولو روحيه يې له لاسه ورکړې ده.»

فارياب کې د يسرا راډيو د پروګرامونو مدیر مسووله اصيله ګهریک د عامه پوهاوي کچې لوړولو او د ولس ستونزو ته د انعکاس ورکولو په موخه د رسنیو او خبریالانو فعالیت مهم بولي.

هغه وايي، دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې تاییدوي او وايي، خصوصي رسنۍ تر ډېره اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه د رسنیو پر تمویل ټینګار کوي او سلام‌وطندار ته وايي: «رسنۍ چې کوم موضوعات خپروي، د خلکو لپاره ډېر ارزښتناکه دي، د هغوی پر روحیې او رواني حالت مثبت اغېز لري. خلک تر ډېره د رسنیو پر خبرو باور لري. ټولنه کې د رسنیو شتون یو مثبت بُعد جوړوي. تر ډېره رسنۍ اقتصادي ستونزې لري، دوی د تمویل سرچینې نه‌لري، اړتیا ده چې مسوولان او د رسنیو اړوند فعاله بنسټونه د هغوی تمویلولو ته ډېر پام وکړي.»

فاریاب کې خبریالانې او د رسنیو فعالانې رسنۍ او رسنیز فعالیتونه د دولت او ملت ترمنځ پُل بولي او له مسوولانو غواړي چې د دوی لپاره د کار کولو خوندي چاپریال برابر کړي.

ورته وخت کې د فاریاب د اطلاعاتو کلتور ریاست آمر غلام محمد کريمي سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولایت کې ښځينه خبريالانې په عادي ډول فعالیتونه کوي او دوی ورسره همکارۍ ته چمتو دي.

د هغه په وینا، فاریاب کې د خبریالانو د پرمختګ او د دوی لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د دوی لپاره د فعالیت زمینه برابره کړې او د خبریالانو د خونديتوب کمیټې په همغږۍ یې یو لړ ښوونیز پروګرامونه هم تطبیق کړي دي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه چې دامهال فاریاب کې تر ۳۰ پورې ښځې د رسنیو په برخه کې فعالیتونه ترسره کوي.

هغه وویل: «تاسو ته مالومه ده چې دامهال فاریاب ولایت کې تر نورو ډېر سلام‌وطندار، افکار مردم او یسرا راډیوګانو کې د ښځینه خبریالانو حضور د پام وړ دی. له ۲۰ تر ۳۰ پورې ښځې د رسنیو په ډګر کې په کار بوختې دي او د اطلاعاتو شریکولو او د عامه پوهاوي ورکولو په برخه کې هڅې کوي. په دې ولايت کې ١٩ رسنۍ لکه چاپي، غږيزې او کيبلي رسنۍ فعالې دي او د کار جوازونه لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې افغانستان کې خبریالان تل اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي، کاري فرصتونو نه‌شتون، مناسب معاش نه ورکولو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ پاتې شوي، خو دې وروستیو کلونو کې د رسنیو د ملاتړیزو پروژو ځنډېدو په دلیل، رسنیز فعالیتونه محدود شوي او له امله یې ګڼ شمېر خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي او بېکاره شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام