د ژوند ناخوالې شېبې د شعر په ویلو خوږې کوي. د ژوند هره شېبه یې، شعر پورې تړلې او له شعر پرته ژوندکول ورته له تصور لرې دی. «ژوند له شعر پرته امکان نه‌لري. کله چې یو څوک خوړو سره مینه لري، یا د خوښې رنګ چې تل یې، غواړي، وې‌کاروي، شعر هم همداسې دی؛ له شعر پرته د ژوند تصویر نه‌کېږي او ژوند نه‌شي کولای.»

هجران یوسفي چې بلخ کې اوسېږي او د پېغلتوب له پیله، هغه مهال چې لسم ټولګي کې وه، د شعر په ویلو پیل وکړ. هغه مهال د نوموړې ځینې شعرونه په ورځ‌پاڼو او میاشتنیو کې هم چاپ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له وطن سره مینه، له مور او پلار مېنه، مینه او ګیله، هغه ټکي دي چې د اغلې یوسفي شعرونو کې تر ډېره لیدل کېږي. «سروهای پژمرده» د نوموړي د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چې د تلې ۲۷مه د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې کره کتنې ته وړاندې شو. دې شعري ټولګه کې څه باندې ۵۰ شعرونه د غزل او دوو‌بیتي قالب کې پر۵۶ پاڼو او ۱۰۰۰ تیراژه چاپ شوی دی.

د یوسفي په وینا، نوموړې د خپلې ماما لور او زوی په مرسته هڅه کوله چې دغه کتاب د ۱۴۰۲ کال  په کب میاشت کې چاپ کړي، خو د ځینو ستونزو له امله پاتې او تېره جمعه کره کتنې ته وړاندې شوی دی.

هغه وايي، د یاد کتاب د چاپ موخه: «هغه موضوع او دزد مې چې زړه کې وو، ومې غوښتل ټولو ته ورسېږي؛ ومې غوښتل ټول ملت ترې خبر شي او هغه موضوع چې زما زړه کې وه، ټولو ته ښکاره شي.»

د یوسفي په وینا، د کتاب چاپ یې، د ژوند ستره هیله او اوس یې چې کتاب چاپ شوی، ډېره خوښه ده؛ خو زیاتوي چې هېواد کې د ښځو پروړاندې د ستونزو له امله یې، اجازه نه‌ده پیدا کړې چې د خپل کتاب د کره کتنې غونډې ته لاړه شي.

هغې وویل: «ماته یې وویل چې یوازې پلار یا ورور دې، باید راشي، ته نه‌شې راتللی. زه خپه یم چې ولې دې مراسمو کې نه‌یم. که دې مراسمو کې مو د شعر په اړه نقد کېده، کولای مې شوای چې زه وای او اصلاح به مې راوستل شعرونو کې؛ ښې او خرابې نکتو باندې باید پوه شوې وم. اوس خوښه یم چې کره کتنه یې، وشوه، خو دا چې نه‌یم، خپه یم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وړاندې له دې چې د اغلې یوسفي دغه شعري ټولګه چاپ شي، د ښوونځي پرمهال د «ستارګان دانش» په نوم د غوره زده‌کوونکو د لیکنو کتاب هم چاپ شوی دی.

شعر د یوسفي د ژوند یوه برخه ګرځېدلې، هغه وايي: «شعر ویل بېل خوند لري؛ داسې هوا له وږی‌کېدل؛ کله چې وږی کېږې، هڅه کوې چې خواړه پیدا کړې. کله چې شعر راشي، نو فکر مې بلې‌خوا ته ځي، حتا ښوونځي کې چې تدریس کوم، ماشومان شور کوي، بیا ورته وایم چې یوه شېبه ارام شئ چې یو څه ولیکم.«

یوسفي وايي، اقتصادي ستونزې، د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ کمرنګه دود او د ملاتړ لپاره د پروګرامونو نشتون، هغه څه دي چې شاعران ورسره مخ دي. هغه ټينګار کوي چې د بلخ د لیکوالانو انجمن او د افغانستان د قلم انجمن غړیتوب لري، خو دا چې د یادو انجمنونو غونډو کې ګډون نه‌شي کولای، شکایت لري.

هغه وايي: «زما هیله دا ده چې ټولې نجونې چې اوس مهال شعرونه وايي؛ دوی مطالعه لري؛ دوی لیکنې کوي؛ دوی ته باید فرصت ورکړل شي، څو اتحادیې خلاصې شي. نجونې وکولا شي، ګډون وکړي او شعرونه یې، د ښوونکو له لوري نقد شي او دوی یې واوري. د دوی د کار کیفیت ښه کولو لپاره. زه بیا هم هیله لرم چې ښوونځي پرانستل شي او ټولې هغه نجونې چې په زړونو کې یې خوبونه لري، خپل خوبونه پوره کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اغلې یوسفي له شاعرانو او لیکوالانو د ملاتړیزو پروګرامونو له نشتون شکایت لري. هغه له سرپرست حکومت غواړي چې د لیکوالانو د لیکنو ښه‌والي لپاره پروګرامونه جوړ کړي او ښځو ته د ګډون اجازه ورکړي.

لاندې د اغلې هجران یوسفي له چاپ شوي کتاب «سروهای پژمرده» څخه د شعرونو یوه بېلګه لولوو.!!

دلیل شادمانی است مادر

امید و زندگانی است مادر

در آغوشش دلم آرام گیرد

رفیق و مهربانی است مادر

………………………………

پدر قربان غم‌هایت شوم من

فدای خسته‌گی‌هایت شوم من

جدایی بین ما یک عمر مانده

فدای بی‌کسی‌هایت شوم من

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام