د پکتیا اریوب‌ځاځي ولسوالي منډیر، ګوي او سپینې شګې په نوم سیمو ته د اختر ورځو پرمهال د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ‌شمېر سیلانیان د تفریحې او چکر لپاره ورځي.

له دې وړاندې یادو سیمو ته ورتلونکو سیلانونو د اسانتیاوو له نه‌شتون څخه شکایت کاوه، خو اوس د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، د لوی اختر لپاره یې د اریوب‌ځاځي ولسوالي د «سپینې شګې» سیمه یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړې، څو د سیلانیانو لپاره بېلابېلو برخو کې لومړنۍ اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا د اطلاعاتو کلتور رییس خالقیار احمدزي وویل: «یاده سیمه کې به هوټلونه جوړوي، د اوبو سېسټم به رغوي او نور سهولتونه چې باید هلته وي، لکه د موټرو د درېدو ځایونه او هغه نور سهولتونه چې دلته به سیلانیان ورته اړتیاو ولري، برابریږي.»

په ورته مهال د قراردادي شرکت مسوول بادشاه میر وایي، سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو چارې یې پیل کړي چې سیمه کې تر ۵۰۰ زیاتو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

هغه وویل، ولایتي ادارې ورسره د یوې میاشتې لپاره قرارداد کړی چې ۳۵ سلنه ګټې یې حکومت ته ورکوي. د ده په وینا، که قرارداد یې وغځول شي، چمتو دی خپله پانګونه زیاته کړي.

بادشاه میر وویل: «د برق اسانتیاوې مو په نظر کې ورته نیولي چې د شپې له‌خوا به پارک رڼا وي، ګرځنده خیمې مو هم راوړې او نورې مستحکمې خیمې مو هم راوړې، که څوک وغواړي په هرځای کې ورته خیمه لګوو چې شپه په‌کې تېره کړي. د تشنابونو لپاره مو هم سېسټم برابر کړی. شل دانې مو ورته جوړ کړي، دلته د اوبو ډېره لویه ستونزه وه، پنځه ټانکر مو دلته ورته برابر کړي چې سیلانیان ترې استفاده وکړي.»

د پکتیا د اریوب‌ځاځي ولسوالي اوسېدونکي که څه هم د ولایتي ادارې دغه اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ د اساسي کارونو ترسره کولو غوښتنه کوي. دوی وویل، اسلامي امارت دې یاده سیمه په ملي پارک ونوموي.

د اریوب‌‌ځاځي ولسوالي اوسېدونکي اصف‌خېل سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ غوښتنه دغه ده چې هلته باید اساسي کارونه وشي. د ماسټر پلان مطابق باید چارې مخې ته لاړې شي. سیمه‌یزه شاروالي باید جوړه شي چې په دوامداره توګه هلته ځینې چارې وکړي، باید داسې اساسي کارونه چې باید شوي وای نه دي شوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیا کې د اريوب‌ځاځي ولسوالي ترڅنګ جاني‌خېل، څمکني او پټان ولسوالي او د مرکز ګردېز اړوند «سټوکنډو» او «ابدکي» له نورو تفريحي سیمو څخه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام