سره له دې چې هېواد کې ګڼشمېر کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړیږي، خو شته داسې کسان په ځانګړې توګه ځوانان چې هڅه کوي په کمو امکاناتو سره کوچنی اختر د ځان او خپلو کورنیو لپاره په ښو خاطرو بدل کړي.
ځینې دغه ډله خلک د جامو په اخیستو او د کور په پاکولو سره د اختر نمانځلو ته تیاری نیسي، خو ځینې نور دومره اقتصادي ستونزې لري چې د اختر لپاره چمتوالی نیول ورته ګران دي.
دغه رپوټ کې له ۲۷ نجونو او هلکانو سره خبرې شوي چې د دغو له ډلې ۲۵ هغو ویلي چې د اختر لپاره یې نوې جامې، ډالۍ او وچه او تازه میوه چمتو کړې ده. دوی په دې باور دي چې له اقتصادي ستونزو سره سره باید د اختر خوشحالي ونماځل شي.
د کابل ښار اوسېدونکی ۲۷کلن فیصل وايي، غواړي د اختر ورځو کې د ټولو خپلو خپلوانو او مشرانو کورونو ته لاړ شي، ځکه د کاري ورځو پرمهال ډېر کم وخت پیدا کوي، ترڅو د خپلوانو پوښتنه وکړي.
«وضعیت داسې دی چې خلک ډېر څه نهشي پېرلی، د همدې لپاره یو د بل کور ته نه ځي، خو زه غواړم چې د اختر په لومړۍ ورځ د خپلو او خپلوانو کورونو ته لاړ شم، ځکه رسمي ورځو کې نهشم کولی هغوی وګورم. همدا تګ راتګ نه کول مونږ یو له بل نه لرې کوي. زمونږ هېر شي چې باید خپلو دودونو ته درناوی وکړو، اختر هم یو له دغو رواجونو دی. هڅه کوم چې اختر په ښه توګه ونمانځم.»
۲۲کلنه شمایل په دې باور ده چې له کورنۍ او دوستانو پرته اختر کومه مانا نهلري.
هغې سلاموطندار ته وویل: «که یو څه وخت له خپلو کورنیو او دوستانو سره تېر کړو، وخت ښه تېریږي. د نویو جامو او ډالیو اماده کولی هغه مهال ښه وي چې مونږ د خپلو دوستانو او کورنیو ترڅنګ ووسو. که چېرې له خپلو کورنیو لرې ووسو، زما په نظر دا هېڅ کومه مانا نهلري. البته چې مالي شرایط خپل تاثیر لري، هغه کسان چې بد اقتصادي وضعیت لري نه شي کولی نوې جامې یا د اختر لپاره میوه چمتو کړي چې دا خپله د هغوی د ځورېدو لامل کیږي.»
داسې شرایطو کې چې اقتصادي ننګونو افغانستان کې پر ډېرو کورنیو د ستونزو څادر غوړولی، دغه رپوټ کې مرکه شوي ځوانان وايي، هڅه کوي په کمو امکاناتو سره د اختر ورځو کې له خپلو دوستانو مېلمه پالنه وکړي.
یو له دغو ځوانانو پرنیان وايي: «اختر همدا دی چې کور پاک کړو نوې جامې وکړو. ما خپل کور ته نوې توشکې او پردې اخیستي. سخته ده کاروبار نشته. که څه پیسې راسره کمې وې، خو وامې خېستې. تېر کال نه وم توانېدلې. د خپلو دوستانو مېلمه پالنې ته مې چمتوالی نیولی. د کور په پاکولو ډېره ستړې شوم، خو خوند یې هم کاوه. مونږ نجونې خو پارک ته نشو تللی، پخوا به خپلو دوستانو سره تلم، سږکال مې کورنۍ ته وویل چې نورو ولایتونو ته په چکر لاړ شو، خو راسره ویې نه منله، دومره وشو چې کور ته نوي وسایل واخلم او زړه مې خوشحاله کړم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې ترڅنګ، شته داسې ځوانان چې د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله یې د اختر لپاره هېڅ چمتوالی نه دی نیولی او یوازې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو سختۍ ګالي.
دغه وضعیت د هغو ځوانانو ژوند نور هم ډېر سخت کړی چې کوژدن لري.
یو له دغو ځوانانو څخه سمیعالله دی او وايي: «زه کوژدن لرم، باید ورته اختر مبارکي وروړم، خو اقتصادي وضعیت مې اصلآ ښه نه دی، حیرانه پاتې یم چې څه یوسم، که یې ونه شم کولی څه وکړم. همدا فکرونه او چرتونه دي چې د اختر راتلو په خوشحالۍ هېڅ نه پوهېږم، اختر خو هلته مزه کوي چې ستونزې ونهلرې او خوشحاله ووسې.»
دې سره د چارو شنونکي وايي، د اختر په څېر ځانګړي مناسبتونه کولی شي د خلکو ترمنځ د یوالي هیلې ژوندۍ وساتي.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، سره له دې چې د اختر په څېر د مناسبتونو نمانځلو لپاره افغانستان کې د خلکو د پېرلو کچه ډېره ټيټه ده، خو همدغو مناسبتونو د خلکو ترمنځ مثبته روحیه زیاته کړې ده.
اقتصادي کارپوه قیس محمدي په دې اړه وویل: «داسې حال کې چې د خلکو د پېرلو کچه کمیږي، طبیعي ده چې کورنۍ ځانته لومړیتوبونه ټاکي او خپل مصارف کموي، د همدې لپاره ډېری اختریز رواجونه چې پخوا وو، خو اوس له منځه تللي دي.»
خو هغه زیاتوي چې د دغه ډول مناسبتونو نمانځلو ته ډېر ارزښت ورکول هم د کورنیو پر اوږو اقتصادي بار ډېروي.
ورته وخت کې د ټولنیزو چارو کارپوهان په دې اند دي چې د اختر په څېر مناسبتونه کولی شي د خلکو په ژوند او ټولنه کې مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي.
د ټولنیزو چارو کارپوه راشد صدیقي په دې اړه وویل: «اوسنیو شرایطو کې د اختر په څېر مناسبتونه کولی شي د خلکو ترمنځ هيلې راژوندۍ کړي، ان که امکانات محدود ووسي همدا چې د خپل کور پاکولو او د خپلو خپلوانو لیدو لپاره پلانونه جوړوي، یو ډول تنوع او هیلې رامنځ ته کوي او خلک له ورځنیو فشارونو او د ژوند له ستونزو لرې کوي.»
د یادونې ده چې د ملګروملتونو د رپوټ پر اساس، تېر ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې نژدې ۷۰ سلنه خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو په تامینولو نهدي بریالي شوي.