د ژمي په رارسېدو سره یو‌شمېر روغتیا پالان د کابل ښار د ککړې هوا بدو اغېزو له امله ښاریانو ته خبرداری ورکوي. دوی د پلازمېنې هوا وژونکي بولي او وايي چې په وروستیو ورځو کې د دغه ښار هوا خورا ککړه شوې او خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلې ده.

په کابل کې یو ډاکټر زاهد علي‌زی سلام‌وطندار ته وايي چې هر کال زرګونه کسان د ککړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او د دې وېره شته چې د روان ژمي ککړه هوا لا ډېر کابل ښاریان وځپي او ژوند وګواښي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال یو بل روغتیا پال فیاض ساپی هم ټينګار کوي چې د ککړې او زهرجنې هوا تنفس‌ول پر ناروغیو د کسانو اخته کول زیاتوي او د مړینې لامل کېږي.

روغتیاپالان د پلازمېنې اوسېدونکو ته لارښوونه کوي، که خلک غواړي چې د ککړې هوا له خطر څخه په امن کې پاته شي، نو د بې‌کیفیته سوند توکو له استفادې څخه دې ډډه وکړي.

په دې برخه کې مو ښاریان هم پوښتلي چې ککړې هوا څخه د مخنیوي او ځان ساتنې لپاره له کومو لارو څخه ګټه اخلي. هغوی له کور څخه د وتلو پرمهال د ماسک کارونه او د هغو سوند توکو نه استفاده چې له امله ډېر تود رامنځ کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د عامې روغتیا وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، شاوخوا ۵۰۰۰ کسان په ټول هېواد کې د تنفسي ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ، کابل د نړۍ د لسو ککړو ښارونو په منځ کې راغلی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام