هرات چې حاصلخېزه ځمکې او نسبتاً مناسب اقلیم لري، تل د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو شمېرل کیږي.
په تېرو کلونو کې، د کورني تولیداتو د ترویج له لارې د خوړو د خودکفایۍ لپاره هڅې شوي، خو د اقلیمي بدلونونو له امله، دغه لاسته راوړنې له جدي ګواښونو سره مخ شوي.
پرلهپسې وچکالۍ، د اوبو د سرچینو کمښت او د دوامدارو پروګرامونو نشتون، د کرنې سکتور تر فشار لاندې راوستی او د خوړو بیې لوړې کړي.
د هرات اوسېدونکی فریدون عظمي وايي، د خپلې کورنۍ د خوړو ۸۰ سلنه اړتیاوې له کورنیو تولیداتو پوره کوي.
دی زیاتوي: «دا اوس تر ۸۰ سلنه له کورنیو تولیداتو ګټه اخلم. زمونږ یوه اصلي اړتیا د وریجو ده چې له بدهمرغه هغه له بنګلهدېش، هند یا پاکستان څخه واردوو. خو نورو محصولاتو کې له ښهمرغه له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کوو. کله چې زه خپله ګورم چې میوه وارداتي ده، یا یې نه اخلم یا یې هم ډېره کمه اخلم.»
دې سره د هرات یوشمېر نور اوسېدونکي د کورنیو تولیداتو د بیو له لوړیدو شکایت لري او وايي، د تېرو کلونو په پرتله نور د دې وړتیا نه لري چې د اوږدې مودې لپاره خواړه وساتي.
د هرات یوه بله اوسېدونکې سامعه نوري وايي: «پخوا به مې په کور دننه تولید شوي حبوبات اخیستل او د اوږد وخت لپاره به مې ذخیره کول، خو اوس یوازې کولی شم ورځنۍ اړتیاووې تامین کړم.»
د هرات بل اوسېدونکی ذبیحاله بایرامي هم د بیو لوړېدو څخه شکایت کوي او وايي:
«هر بازار ته چې لاړ شو کورني تولیدات شته وي، له لبنیاتو نیولې تر حبوباتو. پلورنځي ډېر شوي، خو بیې ډېرې لوړې شوي دي. سره له دې چې د ډالرو بیه ټيټه ده، خو بیې اوس هم لوړې دي.»
په همدې حال کې، هرات کې د کرنیزو چارو کارپوهان وايي، په دې وروستیو کلونو کې د باران کموالی او وچکالي د غنمو، جوارو، انګورو، هندوانو او شنې زیرې د کرنیزو محصولاتو د کمښت لامل شوي دي.
د کرنیزو چارو کارپوه غلام فاروق حیدریان د اوبو د سرچینو مدیریت یوه له اساسي حل لارو ګڼي او زیاتوي:
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«د کوچنیو بندونو، حوضونو په څېر د اوبو ذخیرو رامنځ ته کول کولی شي د دغه بحران له کمېدو سره مرسته وکړي. د قطرې د اوبو لګولو سیستم څخه ګټه اخیستل او د وچکالۍ په مقابل کې د مقاوم محصولاتو کښت، نورې ګټورې حللارې دي. د خاورې او طبیعي سرچینو ښه مدیریت، د عمومي سطحې لوړول، د دولت او نړیوالو بنسټونو مالي ملاتړ هم کولی شي د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو کمولو کې مهم رول ولري.»
بلخوا د اقتصادي مسایلو کارپوهان خبرداری ورکوي چې اقلیمي بدلون یوازې د بیو لوړوالي او د تولیداتو کمښت پورې محدود نه دی، بلکې دا وضعیت کولی شي ټولنیزې او سیاسي بېثباتۍ هم رامنځته کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالرحمان کریمي له سلاموطندار سره خبرو کې وویل: «اقلیمي بدلونونه د خوړو ناامنۍ، کډوالۍ، د سرچینو پر سر د سیالیو او د سیاسي او ټولنیزې بېثباتۍ لامل کیږي. د تولید کمښت او د بیو لوړېدل د خلکو د خوړو خوندیتوب لپاره جدي ګواښ شمېرل کیږي.»
افغانستان چې د اقتصادي وضیعت ډېره برخه یې په کرنیزو محصولاتو پورې تړلې ده اوس له جدي ننګونو سره مخ دی.
باور دا دی چې که د اقلیمي بدلونونو دا روان بهیر همداسې دوام وکړي، د اوبو د سرچینو سم مدیریت ونهشي، کروندګر ونهڅارل شي او کرنیزو زیربناوو ته پاملرنه ونشي، نو د سیمهییز اقتصاد د ړنګېدو خطر به لا زیات شي.





