
فاریاب کې چاودنه؛ درې کسان وژل شوي او درې ټپیان دي
فاریاب کې یوې ولسي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت خواجه سبزپوش ولسوالي کې د ماین چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

فاریاب کې یوې ولسي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت خواجه سبزپوش ولسوالي کې د ماین چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

امنیتي مسوولان وايي چې پرون یکشنبه شاوخوا ۱:۰۰ بجه سهار «چنګاښ یوولسمه» د ایران پولهساتو ځواکونو پنځه افغانان چې غوښتل یې ایران ته واوړي، په ډزو وژلي دي. د سرحدي پولیسو د درېیم کنډک ویاند عبدالرحیم منور وايي، یادو افغانانو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د پولهساتو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځي ته له لاسرسي بېبرخې دي.
ګوټرېش نن (د چنګاښ لسمه، د شنبې ورځ) سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې د دغو نجونو ډېری هغه له ناورین څخه په اغېزمن شویو هېوادونو کې اوسېږي.

د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو پرون په یوه ګډه خبرپاڼه کې له ا.ا څخه غوښتي چې ژرترژره پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
دوی په دې خبرپاڼه کې چې د مغولستان په پلازمېنې اولانباتور ښار کې له دوهورځنۍ غونډې وروسته یې خپره کړې، لیکلي چې افغان ښځې باید رښتینی، بشپړ، برابر او خوندي ګډون ولري.

د پکتیکا زلزله ځپلې ګیان ولسوالي روغتیايي چارواکي وايي چې یاده ولسوالي کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېرمنو شمېر لوړ شوی دی.
یاده ولسوالي تېرکال یوې مرګونې زلزلې وځپله چې له امله یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګڼشمېر یې ټپیان او د دې ولسوالي نږدې ټول کلي له یوې مخې پر کنډواله بدل شول.

فاطمه چې خاوند یې مړ شوی او د خپلو شپږو یتیمو ماشومانو یوازینۍ سرپرسته ده، هره ورځ له سهار تر ماښامه د جوزجان مرکز شبرغان ښار په یوې څنډه کې د «پاپړو» په یوې کارخونه کې کار کوي.

د غزني یوشمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو کمښت له امله روغتیايي خدمتونو ته د ښځینه ناروغانو لاسرسی محدود شوی. د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې شمسالعارفین کلینیک د یاد ریاست تر څار لاندې نه دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري فعالیت کوي.

د جمهوریت له پرځېدو وروسته د ښځو حقونو ملاتړي بنسټونه د افغانستان حقوقي-اداري جوړښت څخه څنډې ته کړل شوي او حقوقي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی خورا محدود شوی او ځینو برخو کې لهمنځه تللی دی. په ورته مهال د افغانستان محکمو د تاوتریخوالي دیوان چې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ښځو اړوند قضیو ته به یې رسېدنه کوله هم لهمنځه تللی دی.

په بامیان ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو دوهورځنی نندارتون پرانېستل شو. د دغه نندارتون موخه د صنعتکارانو، په تېره د ښځینه سوداګرو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو ښه کېدل او په کور دننه او بهر کې یې لپاره بازارموندنه ښودل شوې ده.

فاریاب کې یوشمېر ښځینه خبریالانې وايي چې رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار له بندیز وروسته دغه ولایت کې ګڼشمېر ښځینه خبریالانې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې وزګاره شوي او له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سویس په پلازمېنه جینوا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه غونډه جوړه کړي. د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بنېټ به دې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د کابل پر سړکونو د لاسيتوکو یوشمېر ښځینه پلورونکې وايي، د وزګارتیا، بېوزلي ډېرېدو او سرپرست نهلرلو له امله اړ شوي چې په لارو او کوڅو کې لاسيتوکي وپلوري. معصومه چې د کابل په یوه څنډه کې ماسک پلوري، سلاموطندار ته وايي، د کارموندلو لپاره یې د کابل ښاروالي ترڅنګ د بېلابېلو دفترونو ور ورټکولی، خو په وینا یې، چا یې غږ نه دی اورېدلی.

د سلاموطندار د موندنو پر بنسټ هېواد کې د مخکیني حکومت پر مهال د ښځو لپاره د رامنځته شویو ۲۷ امن کورونو له ډلې یې اوس یوازې یو فعال دی او پاتې نور یې تړل شوي دي.
سلاموطندار دغه موندنې د مخکیني حکومت پر مهال د امن کورونو یا د ښځو ملاتړو مرکزونو د مخکینیو مسولانو سره د مرکو له لارې ترلاسه کړي دي.

یوشمېر افغانې ښځې چې مخکې یې د پوهنې وزارت په ګډون، د ښځو حقونو په ملاتړو بنسټونو، نادولتي موسسو، پوهنتونونو، رسنیو او مخابراتي شرکتونو کې کار کاوه وايي، له هغه وروسته یې چې پر کار بندیز لګېدلی، وزګاره شوي او سختې اقتصادي ستونزې تجربه کوي.

په کندوز او بادغېس کې محلي سرچینو او مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې په دغو ولایتونو کې دوو ښځو ځانونه را ځړولي او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
په کندوز کې محلي سرچینې وايي چې یوې ځوانې ښځې د پنجشنبې په شپه د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په حمیدبای سیمه کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې یوې ځوانې نجلۍ پرون د دغه ولایت په ابکمري ولسوالي کې ځان وژلی دی.