
د ګیان ولسوالي روغتیايي مرکز ته هره ورځ پر خوارځواکۍ اخته ۳۰ ناروغان مراجعه کوي
د پکتیکا زلزله ځپلې ګیان ولسوالي روغتیايي چارواکي وايي چې یاده ولسوالي کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېرمنو شمېر لوړ شوی دی.
یاده ولسوالي تېرکال یوې مرګونې زلزلې وځپله چې له امله یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګڼشمېر یې ټپیان او د دې ولسوالي نږدې ټول کلي له یوې مخې پر کنډواله بدل شول.














