
د دولت د سولې د مذاکراتي پلاوي ۴ غړي کابل ته راغلل
د ملي مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د دولت د سولې د مذاکراتي پلاوي ۴ غړي د اداري او شخصي کارونو د ترسره کولو په موخه کابل ته راغلي او بېرته دوحې ته ځي.

د ملي مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د دولت د سولې د مذاکراتي پلاوي ۴ غړي د اداري او شخصي کارونو د ترسره کولو په موخه کابل ته راغلي او بېرته دوحې ته ځي.

په داسې حال کې چې له تېرې پنجشنبې راهيسې په قطر کې د سولې د مرکچي پلاويو د تماس ډلو ترمنځ ناسته نه ده شوې او مرکچي پلاوي د شاوخوا یوې نیمې میاشتې په تېرېدو سره نه دي توانېدلي چې د مذاکراتو د پیل لپاره کړنلاره جوړه کړي؛ نو له ځینو کارپوهانو سره داسې اندېښنې دي چې ښایي روان مذاکرات په ټپه ودرېږي.

ولسي جرګې هېواد کې د ناامنيو د ډېرېدو له کبله غوښتي چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنیتي تړون لغوه شي.
د يادې جرګې غړيو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، سره له دې چې امریکا ژمنه کړې وه چې د امنیتي تړون په لاسلیک سره به په افغانستان کې سوله ټینګه شي؛ خو اوس له څو کلونو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون د هېواد امنیتي وضعیت ښه والي لپاره مرسته نه ده کړې.

جوزجان کې د روغتيا نړيوال سازمان د ولايتي دفتر مسوولان وايي، په دې ولايت کې ۵۶زره ماشومان د پوليو ضد له واکسينه پاتې کېږي. دوی وايي، دغه ماشومان ډېری يې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې دي.
جوزجان کې نن د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو.

د بنګلهدېش دیني علماوو، مشايخو او مفتیانو «افغانستان کې د سولې پر لور دعوت» ترنامه لاندې په يوه ناسته کې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او له شرعي نصوصو سره په ټکر کې بللې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور دوام د سیمې د امنیت لپاره ګټور دی.
پوتين دغه څرګندونې تېره ورځ د روسيې له «يک ټلويزوني شبکې» سره کړې دي.

تېره ورځ شاوخوا ۴ نیمې بجې مې د یوې چاودنې لوړ غږ واورېده. له لوړ غږ څخه یې ښکارېده چې زموږ کورته نږدې د لویې چاودنې غږ و. په فېسبوک کې مې پلټنه پیل کړه.
د فیسبوک کاروونکيو لیکلي وو چې د دشت برچي پل خشک سیمه کې د کوثر دانش ښوونيز مرکز ته نږدې چاودنه شوې.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان د اوسني وضعیت ځواب یوې سیاسي هوکړې ته رسېدنه او د تاوتریخوالي کمول دي. خلیلزاد تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، امريکا د همدې موخې لپاره پر طالبانو او افغان دولت پرلهپسې فشارونه راوړي ترڅو تاوتریخوالی کم او د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د افغانستان د بشر د حقونو کميسیون له حکومته غوښتي چې د تېرې ورځې بريد چې پر کوثر دانش ښوونيز مرکزه ترسره شو، په هراړخيزه توګه وڅېړي او عاملان يې دې محاکمه کړي.

نن د هېواد پلازمېنې کابل کې د ۳۴ ولایتونو د دیني علماوو استازيو په يوه غونډه کې د سولې له مذاکراتو ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې افغانستان کې د قدرت ترلاسه کولو لپاره جګړه حرامه ده.
دغو علماوو وویل چې په هېواد کې وینه تویونه او جګړه نور شرعي جواز نه لري او جګړې دواړه لوري دې له خپلمنځي نښتو لاس واخلي او سوله دې وکړي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو په يوه ټوېټ کې کابل ښار کې پر ښوونيز مرکز ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې دي چې د بېګناه ځوانانو وژل هېڅ وخت د منلو نه دي.

د ملي امنیت رياست وايي، غزني ولایت کې یې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د القاعدې شبکې دویم مهم مشر ابو محسنالمصري وژلی دی.
ياد رياست تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټرپانه د یوه خبر خپرولو سره ویلي چې ابو محسن المصري د هند نیمه وچه کې د القاعدې جګپوړی قومندان و.

د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند د دشت برچي پل خشک سيمه کې چاودنه شوې چې له کبله يې ۱۳کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارين وايي، دا چاودنه نن مازديګر شاوخوا ۴ بجې او ۳۰ دقیقې شوې ده.

د هلمند لښکرګاه ښار کې له جګړې بېځایه شوې کورنۍ د ياد ولایت مقام مخې ته راټولې شوي او خپلې کډې يې دلته پر عام سړک اچولې دي چې په دې سړو شپو کې یې ماشومان او ښځې له سخت حالت سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، له بینالافغاني خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی چې يوازې همدا تېره اوونۍ کې د تاوتريخوال له کبله ۵۰ ملکيان وژل شوي دي.

د کندوز- خاناباد لارې یو شمېر مسافر وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې وسلهوال طالبان د کندوز – خاناباد لویه لاره په خپل کنټرول لاندې لري، خو له پرون راهیسې یې یو مخ د مسافر او تګ راتګ پرمخ تړلې ده.